کابل ښار (پژواک ١٥ غبرګولى ٩١): د حج ، ارشاد او اوقافو وزارت وايي، چې په يو شمېر ولايتونو کې د حج ادا کولو د نوم ليکنې په بهير کې د ګډوډۍ له امله پرېکړه وشوه، څو زايرين د پچې اچونې له لارې وټاکل شي.
د حج د فريضي د ادا کولو لپاره د نوم ليکنې په بهير کې د ګډوډې له کبله د کابل ښار په عيدګاه جومات کې درې ورځې وړاندې څه باندې ١٥تنه تر پښو لاندې او ټپيان شول.
دا ګډوډي د هغو زرګونو کسانو ترمنځ چې د کابل ښار له ناحيو او ولسواليو څخه د نوم ليکنې په موخه راغونډ شوي وو، رامنځ ته شوه، هغوى ويلي چې د حج د ادا کولو پروسه بايد د پچې اچونې له لارې ترسره شي.
دا راز ګډوډۍ په ميدان وردګو، ننګرهار او يو شمېر نورو ولايتونو کې هم رامنځ ته شوې وې او حج ته تلونکو کسانو له دغه پروسې څخه په کلکه سر ټکاوه.
د حج او اوقافو وزير ډاکتر يوسف نيازى وايي، چې دوى حج ته د تلونکو کسانو د نوم ليکلو پروسه له فساد څخه د مخنيوي په خاطر پيل کړه، خو کومې ستونزې چې په يو شمېر ولايتونو او د کابل په ولسواليو کې رامنځ ته شوې دي، پرېکړه وشوه څو پچه واچول شي.
نوموړي، چې نن (د غبرګولي ١٥مه) يې له پژواک خبري اژانس سره خبرې کولې وويل، چې دا پرېکړه په ملي شورا کې د خلکو د استازو او د ولايتونو له دولتي مسوولينو سره په ګډه شوې ده.
ډاکټر نيازي زياته کړه، چې د اټکل له مخې به سږ کال ٣٠ زره کسان د حج د فريضي د ادا کولو لپاره بيت الله شريف ته واستول شي، په هغو ولايتونو کې، چې حج ته د تلونکو کسانو شمېر لږ او په لومړي پړاو کې يې نومونه ليکلي دي او ګډوډې په کې نه ده شوې د راجسترېشن له پروسې سره سم به همدوى په لومړي ګام کې بيت الله شريف ته واستول شي او کوم کسان چې پاتې کېږي په روان کال کې به لومړيتوب ورکړل شي.
د ارشاد، حج او اوقافو وزير وايي، چې د روڼتيا په خاطر د بيت الله د زايرينو د غوراوي په پروسه کې يې بدلون راوستى؛ ځکه په مخکنۍ پروسه کې چې د پچې اچونې له لارې ټاکل کېدل، فساد شتون درلود او ډېر کسان به د څو کلنو لپاره د حج د اداکولو په خاطر له تګ څخه محرومېدل.
نوموړي زياته کړه: ((داسې کسان هم شته، چې په تېرو لسو کلنو کې د پچه اچونې له لارې نه دي توانيدلي بيت الله شريف ته لاړ شي او داسې کسان هم شته، چې په تېرو لسو کلنو کې څو ځلې حج ته تللي دي.))
د سرچينې د معلوماتو له مخې، تر اوسه د کابل ښار په ١٧ ناحيو کې څه باندې ١٢٠٠ کسانو نومونه ليکلي او تر کله چې مقتضيان شتون ولري، دا بهير به دوام ومومي.
د ډاکټر نيازى په وينا، د دې کړنلارې له مخې هېڅوک، ان وزير هم نه شي کولاى چې د غيرحاضرو او يا هغو کسانو پر ځاى چې نه غواړي لاړ شي، نور کسان په پروسه کې شامل کړي.
هغه وويل، چې سږ کال هم د کابل په ولسواليو کې د زايرينو غوراوى د پچې اچونې له مخې ترسره کېږي او پاتې نور کسان، چې نومونه يې ليکلي دي، په راتلونکي کال کې استول کېږي.
نوموړي د پروسې په اړه په ډاګه کړه: ((هر زاير په مرکز او ولايتونو کې اړ دى، چې د نوم ليکنې په ورځ په بانک کې ٥٠ زره افغانۍ جمع کړي، که چېرې د هغوى نوبت سږ کال را ورسېږي، نورې پيسې به هم تحويلوي، له دې پرته کله چې په راتلونکي کال کې د زايرينو د استولو پروسه پيلېږي، وروسته به نور قسطونه سپاري.))
د يادونې ده، چې تېر کال په ټول هېواد کې د حج د فريضې د اداکولو لپاره څه د پاسه سل زرو تنو نومونه ليکلي وو، چې ٣٠ زره يې د پچې اچونې له لارې حج ته ولېږل شول.










