منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۱۷ غ.و
۱۶° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

د عبدالصمد روحاني څلورم تلين ونمانځل شو

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۴۳ کتنې

لښكرګاه (پژواك ١٨ غبرګولى ٩١ ): د هلمند خبريالانو، فرهنګيانو او عامو خلكو په دغه ولايت كې د وژل شوي خبريال عبدالصمد روحاني څلورم تلين ونمانځه.

عبدالصمد روحاني، چې په هلمند ولايت کې هم مهاله له بي بي سي راډيو او پژواک خبري اژانس سره خبريال و، څلور کاله وړاندې د ناپېژانده وسلوالو له خوا تر تښتول کېدو وروسته ووژل شو.

د هغه د څلورم تلين مراسم نن (د غبرګولي١٨مه) د هلمند د مرکز لښکرګاه په فرهنګي او كلتوري مركز كې د خبريالانو د پرېس كلب له خوا جوړ  شوي وو چې د دغه ولايت د خبريالانو، فرهنګيان، شاعرانو او له كندهار څخه راغلو خبريالانو برخه اخيستې وه.

په  هلمند كې د ازادۍ راډيو خبريال محمدالياس داعي له چارواكو د روحاني د قاتلينو د پيداكولو  غوښتنه وکړه.

هغه پژواک اژانس ته وويل، چې دولتي چارواكې بايد د خپل مسووليت له مخې د نورو مجرمينو په څېر د وژل شوي خبريال عبدالصمد روحاني قاتلين  وپلټي او د قانون منګلو ته يې وسپاري.

په همدي غونډه كې د وژل شوي خبريال پلار حاجي ملا دوست محمد له كشفي ارګانونو او د بي بي سي راډيو او ټولو رسنيو څخه چې نوموړي ورسره کار کاوه، ګيله وكړه چې د روحاني د قتل د دوسيي په څېړلو كې يې هېڅ ډول هڅې ونه كړې.

هغه زياته کړه، چې دولت د ورته نورو پېښو په تور کسان نيولي او سزا يې هم ورکړې، خو د روحاني د قاتلينو په نيولو کې پاتې راغلى دى.

نوموړي وويل: ((د روحاني تر وژل کېدو وروسته هېچا زموږ پوښتنه ونه کړه.))

د عبدالصمد روحاني ورور حضرت محمد محمدي هم ګيله وکړه او ويې ويل، چې هر ه ورځ په دې تمه تېروي چې د ورور قاتلين به يې  نيول كېږي  خو نه  پوهېږي چې ولې كشفي ارګانونه په دې برخه کې اقدام نه کوي.

په دغو مراسمو كې د دغه ولايت د ملي امنيت مرستيال ميرحمزه خدمتګار ژمنه وكړه، چې خپل ټول توان به په لاره اچوي تر څو د وژل شوي خبـريال  نيمګړې دوسيه بشپړه كړي او قاتلين يې  د قانون منګلو ته وسپاري.

هغه زياته کړه، چې د روحاني وژنه په ډېر مرموز ډول وه؛ ځکه دوى په دې برخه کې له ډېر احتياط څخه کار اخلي ، خو د هغه د قاتلينو د نيولو لپاره يې اوس هم خپلې هڅې ګړندۍ کړې دي.

د هلمند د والي وياند داوود احمدي هم د روحاني د كارونو او فعاليتونو ستاينه وكړه او زياته يې كړه چې وژل شوي خبريال په ټولو راپورنو كې   د ژورناليزم له اصولو څخه كار اخيست.

هغه د روحاني کورنۍ او د هلمند خبريالانو ته ډاډ ورکړ، چې د قاتلينو د نيولو لپاره به له هر ډول امكاناتو كار واخلي او د اوسنيو ژونالېستانو د ژوند د ساتلو او د بيان د ازادۍ به ملاټر كوي.

دغه راز نن په کابل کې د پژواک خبري اژانس په مرکزي دفتر کې هم د روحاني د څلورم تلين په مناسبت فاتحه وشوه.

د پژواک مشرتابه او کارکوونکو له حکومته وغوښتل، چې د روحاني قاتلين دې ژر تر ژره ونيسي او د قانون منګولو ته يې دې وسپاري.