کندهار (پژواک ٢٠ غبرګولى ٩١): د کندهار د حج او اوقافو رييس وايي، سږ کال له دغه ولايت څخه د حج د فريضې د اداکولو لپاره سعودي عربستان ته د تلونکو کسانو سهميه ١١٦١ تنه ده، چې په شفافه توګه د ګومارل شوې کمېټې له لورې د پچې اچونې له مخې وټاکل شول.
په دې اړه د کندهار ولايت له رسنيو سره د اړيکو او معلوماتو په مرکز کې ګډه خبري غونډه جوړه شوې وه، چې په کې د کندهار ولايت مرستيال عبدالقديم پتيال، د حج او اوقافو رييس مولوي نورالعزيز، د قومونو او قبايلو چارو رييس سيدجان زيارکښ، د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې رييس ګل محمد شکران او د ولايتي شورا منشي حاجي عبدالحفيظ مجاهد ګډون کړى و.
د ولايت مرستيال عبدالقديم پتيال پژواک خبري اژانس ته وويل، د قرعه کشۍ له لارې حج ته د تلونکو کسانو د ټاکلو په موخه يوه کمېټه ګومارل شوې وه، چې په کې د حج او اوقافو رياست ترڅنګ د ولايت مقام، ولايتي شورا، د قومونو او قبايلو چارو رياست او د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې رياست استازي شامل وو.
هغه زياته کړه، سږ کال کندهار ته د حاجيانو ورکړل شوې سهميه ١١٦١ تنه ده، چې د کندهار ښار د ١٠ ناحيو او ١٧ ولسواليو د سلګونو تنو ترمنځ د ګومارل شوې کمېټې له خوا د پچې اچونې له لارې و ټاکل شول.
د نوموړي په وينا، د پچې اچونې پروسه شفافه وه او د خلکو په مخ کې د کندهار په ورزشي لوبغالي کې ترسره شوه.
د کندهار د حج او اوقافو رييس مولوي نورالعزيز هم وويل، چې دغه پروسه شفافه وه او د ټاکل شوې کمېټې ترڅنګ په خپله خلکو هم څارله.
هغه زياته کړه، سږ کال ټول حاجيان د حکومت له لارې سعودي عربستان ته لېږل کېږي او خصوصي شرکتونو ته په کې ونډه نه ده ورکړل شوې.
د کندهار ښار د ميرويس مېنې اوسېدونکي عبدالجبار، چې حج ته د تلونکو په پچه اچونه کې يې برخه اخيستې وه وويل، که څه هم په دغې پروسه کې د هغه نوم و نه خوت، خو دغه پروسه ډېره شفافه وه او د ټولو خلکو پر وړاندې ترسره شوه.
ده وويل، د تېر کال په پرتله يوه بله اساني دا هم وه، چې حج ته د تلونکو فورمې ځاى پر ځاى ډکېدلې او ځنډ په کې نه راته.
له دې مخکې د حج وزارت اعلان کړى و، چې څوک لومړى نوم ليکنه وکړي، هغوى حج ته لېږل کېږي او پاتې کسان به راتلونکى کال ولېږل شي.
خو تېره اونۍ د حج د نوم ليکنې د پروسې د پيل پر مهال په کابل، ننګرهار او ځينو نورو ولايتونونو کې شخړې او ستونزې رامنځته شوې چې له امله يې يو شمېر کسان ټپيان هم شول.
له دې پېښو وروسته پرېکړه وشوه، چې يو ځل بيا حج ته د تلونکو کسانو ترمنځ به پچه اچونه ترسره کېږي.