ترينکوټ (پژواک ٢٧ غبرګولى ٩١ ) : د لومړي ځل لپاره په اروزګان ولايت کې يو اووه کلن ماشوم د ټول قران کريم په حفظ کولو بريالى شو .
دغه ماشوم بصير نوميږي او دوه کاله مخکې يې د اروزګان ولايت په مرکز د (ترينکوټ ) ښار يوه مدرسه کې د قران کريم حفظ ته مخه کړې وه.
د بصير پلار ګل محمد دغبرګولي په ٢٧مه، پژواک خبري اژانس ته وويل ،چې زوى يې په پنځه کلنۍ کې د قران کريم په حفظ کولو پيل کړى و.
هغه زياته کړه ، چې بصير په وړکتوب کې ذکاوت درلود او ډيرو شيانو ته به يې پاملرنه کېده، چې دوى ورته نه و متوجه.
نوموړى وايي : (( دا زموږ د کورنۍ لپاره نيکمرغي ده، چې زما زوى په دومره کم وخت کې قران کريم حفظ کړى او پخپل ولايت کې لومړى شو. ))
بصير پژواک اژانس سره دخبرو پر مهال خوښي وښوده، چې قران کريم يې حفظ کړى او ژمنه يې وکړه، چې ددې ترڅنګ نورو ديني او عصري زده کړو ته به هم ادامه ورکوي.
د قاري بصير استاد مولوي عبدالله زلمي پژواک اژانس ته وويل، چې بصير له خدايي استعداد څخه برخمن دى او په ډېرې اسانۍ سره يې قران کريم حفظ کړى دى.
هغه زياته کړه : (( ده به چې نن کوم آيتونه تېر کړل، سبا به ورته ټول په يادو ياد وو او هېڅ ډول ستونزه به ورسره نه وه. دا وړتيا په ډېرو کمو ماشومانو کې ليدل کيږي.))
نوموړى وايي ، دا لومړى ځل دى، چې په دې ولايت کې يو اووه کلن ماشوم په دومره کم عمر کې قران کريم حفظ کړى دى .










