منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۲۰ غ.و
۱۶° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

راشد: د علومو اکاډمۍ په چاپ شوي کتاب کې چاته سپکاوى نه دى شوى

· ۲ دقیقې لوستل · ۳۵۸ کتنې

کابل (پژواک ٥ چنګاښ٩١): د علومو اکاډمۍ مشر عبدالباري راشد د ولسمشر هغه پرېکړه حکيمانه بولي، چې ترمخه يې د دغې ادارې څلور غړي له دندو ګوښه شول.

د علومو اکاډمۍ پخوانى مشر څېړنپوه عبدالباري راشد د چنګاښ په ٥مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د علومو اکاډمۍ له خوا “په افغانستان کې د مېشتو غير پښتنو قومونو د اتنوګرافۍ اطلس” چاپ شوى کتاب، نه د قومونو ترمنځ د نفاق اچولو په موخه چاپ شوى او نه هم په کې چاته سپکاوى شوى دى.

نوموړي زياته کړه، چې دغه کتاب د علمي تحقيق پربنسټ ليکل شوى، ټول مطالب يې مستند اخځليکونه لري او له ځانه په کې څه نه دي ليکل شوي.

راشد وويل: ((په کلکه دغه تورونه ردوم چې ګوندې په ياد کې کتاب کې کوم قوم ته توهين شوى دى، بلکې په دغه کتاب کې په مستنده توګه له نورو کتابونو څخه اخيستل شوى اقتباسات ذکر شوي دي.))

د علومو اکاډمۍ پخوانى مشر عبدالباري راشد زياتوي، ښه داوه چې حاجي محمد محقق علومو اکاډمۍ ته راغلى او له دغې ادارې سره يې له نږدې خبرې کړې واى، ښايي قناعت يې حاصل شوى واى.

نوموړي په هېواد کې شته حساسو شرايطو ته په پام سره، د ولسمشر کرزي له خوا له دندو څخه د اکاډمۍ د غړو لرې کېدل پرځاى او حکيمانه ګام بولي؛ خو زياتوي چې په دې برخه کې حکومت په بيړه پرېکړه وکړه.

د يادولو ده چې د غبرګولي په ٣١مه، د ولسمشر کرزي په حکم د علومو اکاډمۍ مشر څېړنپوه عبدالباري راشد او درې نور غړي څېړنپوه نصرالله سوبمن، څېړنپوه سيدامين مجاهد او څېړنپوه عبدالحکيم ساپی په دى تور، چې ګويا کې په ياد کتاب کې هزاره قوم ته سپکاوى شوى دى، له خپلو دندو ګوښه او څارنوالۍ ته وروپېژندل شول.