منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۲۱ غ.و
۱۶° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

په خوست کې ( افغانستان څنګه وژغورو ؟) تر سرليک لاندې سيمينار ترسره شو

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۰۶ کتنې

خوست ښار ( پژواک ١٠ چنګاښ ٩١ ) : په خوست کې د ويښ افغان اصلاحي تحريک له لوري د ( افغانستان څنګه وژغورو ) تر سرليک لاندې يو ورځنی سيمينار ترسره شو.

دغه سيمينار، چې د ويښ افغان ټولنيز تحريك لخوا جوړ او د خوست مخورو څېرو،ديني عالمانو،د مدني ټولنوغړيو او خبريلانوسربېره د هېواد له پلازمېنې او ختيځو ولايتونوڅخه هم د ويښ افغان ټولنيزتحريک غړيو پکې برخه اخيستې وه.

 د سيمينارپه لړكې د برخوالوترمنځ د افغانستان ژغورنې په اړه خبرې او بحثونه وشول او په همدې اړه بېلابېلو کسانو خپلې مقالې او ويناوې وړاندې کړې.

 د سيمنيارپه پيل كې د خوست ټولنيزمرکز مشرنجيب الله الوخېل وويل ، چې ويښ افغان ټولنير تحريک غواړي له دې لارې د ولس خبرې واوري او بيايې د هواري په موخه لارې چارې  ولټوي.

 د الوخېل په خبره ،چې افغانستان په اوسني حالت کې له ګڼوستونزو سره مخ دی او د دې ټولنيزبنسټ غړيو له دې امله وپتېله ،چې په دې ډول د ولس ستونزې واوري او د حل مشورې يې واخلي اوبيايې  په نړيواله كچه مطرح کړي.

 د سيمينار په لړ کې يو شمير کسانو  د بېلا بېلو موضوعاتو په تړاو خپلې ليکلې مقالې ولوستې.

  ويناوالو په خپلو مقالو کې زياته پاملرنه په هيواد کې ملي وحدت ته کړې وه ، چې د تېرو څو لسيزو جنګ جګړو په ترڅ کې تر ټول زيات زيانمن شوی دى .

 په خوست کې دسمون انجمن مشر يوسف انتظار وويل ، چې په تېره يوه لسيزه کې نه د ملت جوړونه وشوه او نه جګړه پای ته ورسيده ، بلکې ترڅنګ يې نوي ،سيمه يز او نړيوال اړخونه ځان ته غوره کړل.

 هغه زياته کړه ، چې که افغانان په خپله ددغه اوږدې غميزې د له منځه وړو په موخه کوټلي ګامونه پورته نکړي ،همداسې به دوام وکړي.

 د شيخ زايد پوهنتون استاد محمدالله مندوزي بياپردولت نيوکه وکړه ، چې اوسنۍ اداره د ټولنيز ژوند په ټولو برخوکې هېڅ ډول ټاکلې ستراتيژي نه لري.

 نوموړي ددې لامل په هېواد کې  د سالم مديريت نه شتون او د قومي جوړښتونو له منځه تلل په ګوټه کړل.

د سيمينار بل ويناوال او د خوست مېډيا سنټرمشر محمد رسول عادل بيا د قانون نه پلي کيدل د روانو ستونزو يوه سرچينه وبلله او په دې برخه کې يې غوښتنه داوه، چې قانون په ټولو قشرونو يوډول پلی شي.

 نوموړي همدارنګه په هېواد کې د ترسره شويو رغنيزوکارونود کيفيت پرټيټوالي، هېواد ته د را وارديدونکي توکوپرڅرنګوالي او پردي کولتور باندې هم خبرې وکړې او په دې برخه کې يې د پام وړ او د چټکو اقداماتو غوښتنه وکړه.

 ځايي ژورنالېست الياس وحدت بيا د ارزښتونو د سقوط په اړه وويل ،چې افغاني ټولنې ځينې ارزښتونه لرل ،چې د هغې له جملې څخه قومي جوړښتونه، د مشرانو قدر، امانتداري او نور وو، چې په اوسنيو وختونو کې په نشت حساب او يا بيخې له منځه تللي دي.

 ويښ افغان د هېواد په کچه يو اصلاحی تحريک دی ، چې موخه يې په هېواد کې دغې روانې بدبختۍ ته د پای ټکى ايښودل دي.