منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۲۱ غ.و
۱۶° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

په ننګرهار کې حج ته د تلونکو کسانو پچه اچونه پيل شوه

· ۲ دقیقې لوستل · ۹۲ کتنې

جلال اباد (پژواک ١١ چنګاښ ٩١): د راتلونکو درېيو کلونو لپاره د حج د فريضې ادا کوونکو پچه اچونه د چنګاښ په ١١مه،په ننګرهار څخه پيل شوه.

د دغه ولايت د حج او اوقافو رييس مولوي عبدالعزيز خيرخوا د دې پروسې د پيل پر مهال پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا لړۍ يې نن له بهسودو ولسوالۍ څخه پيل کړه.

هغه زياته کړه، چې سږ کال دې ولسوالۍ ته حج ته د١١٠ کسانو سهميه ځانګړې شوې وه، چې په نننۍ پچه اچونه کې د درېيو کلونو لپاره د دې ولسوالۍ ٣٣٠ کسان غوره شول.

خيرخواه وويل، هغه څوک چې غواړي خپلې پيسې له بانکه بېرته واخلي،په اوتومات ډول له دې پروسې وځي.

د نوموړي په وينا، که څوک دوه کاله انتظار کوي، چې د ٩٢ يا ٩٣ نوي کلونو لپاره حج ته ولاړ شي، اړ دى چې زر ډالره په امانتي ډول په افغان ملي  بانک کې وساتي.

د اوقافو رييس وويل، هغه نارينه چې محرمې مېرمنې ورسره وي، د ده او يا د محرمې د  نوم په راوتلو سره ټول د حج برخمن ګرځي.

د اوقافو وزارت استازي مولوي احمدګل پژواک اژانس ته وويل، چې وزارت يې د ننګرهار يو نيم ميليون نفوس ته په کتنې د پنځلس سوه حاجيانو ونډه ورکړې ده.

هغه زياته کړه، چې د يو لړ ستونزو له امله دوى د يوه کال پر ځاى د درېيو کلونو پچه اچونه په يوه وخت کې ترسره کړه.

د نوموړي په وينا، د هېواد دېرش ميليوني نفوس له مخې سعودي، افغانستان ته دېرش زره تنه ونډه ورکړې، چې د عربستان د اوقافو وزارت د سوېلي اسيا مشر عدنان کاتب ورسره ژمنه کړې، چې که افغان دولت له ملګرو ملتونو د دغه هېواد دقيقه سرشمېرنه واخلي دوى به يې ونډه ور زياته کړي.

د بهسودو ولسوالۍ د سراچې سيمې اوسېدونکي عبدالقادر د پچې اچونې له نوې پروسې خوښي څرګنده او دا يې ګټوره وبلله.