جلال اباد (پژواک ١٥ چنګاښ٩١): د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ د ننګرهار په بهسودو ولسوالۍ کې يو کلى د نمونې په ډول د ١٨ پروژو په بشپړولو ورغولو.
يادې پروژې نن (د چنګاښ ١٥ مه) ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې او د مراسمو پر مهال يې د دغه ولايت مرستيال والي محمد حننيف ګرديوال وويل، چې د کډوالو عالي کميشنرۍ يو کال وړاندې د هېواد په ځينو سيمو کې چې د کوم کلي د اوسيدونکو ٣٠ % راستنېدونکو کډوالو جوړوله په نمونه يي ډول د کليو جوړولو پروژې په کې پيل کړې.
د هغه په وينا، په دغو کليو کې د ننګرهار ولايت د بهسودو ولسوالۍ سراچه علي خان، د سره رود ولسوالۍ شيخ مصري او د خوګياڼو ولسوالۍ چمتله شامل وو.
نوموړي زياته کړه، چې د کډوالو عالي کميشنري وتوانېده، چې د نږدې يوه کال په تېريدو په دغه کلي کې د ١٤ سوه زره ډالرو په لګښت ١٨ بېلابېلې پروژې بشپړې کړي.
ګرديوال وويل: ((په يادو پروژو کې درې د برېښنا ژرندو، يوه د کوڅو پخولو، درې د سربندونو، يوه د اچار جوړولو، يوه د کمپيوټر زده کړو او يوه يوه د چرګانو غواګانو او شاتو مچيو پاللو اويو شمېر د استنادي ديوالونو پروژې وې.))
د ده په خبره، د کډوالو عالي کميشنرۍ ځکه دغه ولسوالۍ وټاکله، چې ولسونه يې د امنيت په تطبيق او نشه يي توکو په نه کرلو کې همکار دي.
ګرديوال وايي، چې په بهسودو ولسوالۍ کې اوس هم د بېلا بېلو ادارو له لوري ٣٧٠ رغنيزې پروژې تر کار لاندې دي.
په افغانستان کې د UNHCR سرپرست مشر لياچ دودوچ (DIECH DEDAVICH) پژواک ته وويل، چې يوه مياشت وړاندې دى ننګرهار ولايت ته راغلى و او په دغه ولايت کې يې ٤٨ نور کلي هم د نمونه يي کليو په توګه ټاکلي دي.
نوموړي زياته کړه، چې ښايي په کارونو کې يې ځيني نېمګړتياوې منځ ته راغلي وي، چې د لومړي ځل لپاره يې امتحاني بڼه درلوده.
دغه مشر زياته کړه، چې خوښ دى د سراچې علي خان د ١١ کوچنيو کليو وګړي يې د پروژو څخه راضي دي.
دودوچ وويل، چې دغه ډول پروژې په هغو کليو کې پيلوي چې ديرش سلنه اوسيدونکي يې راستانه شوي کډوال وي.
د بهسودو د پرمختيايي شورا مشر ملک نعمت پژواک ته وويل، چې ترسره شوې پروژې ګټورې دي.
نوموړي رد کړه، چې ګوندې دغه پروژې بې کيفيته دي.
ملک نعمت غوښتنه وکړه، چې UNHCR دې د سراچې پله څخه د روداتو لور ته د پنځه کيلو مترو په اوږدوالي هغه ستر خوړ ته استنادي ديوالونه جوړ کړي، چې له پچيراګام او روداتو ولسوالۍ څخه يې ستر سيلابونه د سراچې پله لاندې له کابل او کونړ سيندونو سره يوځاي کيږي.
د سيمې يوه بل اوسيدونکي حاجي نور وويل، چې هغه پروژې چې د خلکو د شخصي په ملکيتونو کې ترسره شوي د ملکيت خاوندانو يې کډوالو عالي کميشنرۍ ته ليکلي اسناد ورکړي، چې نور يې د ملکيت دعوه نه لري.
خو د ننګرهار د کډوالو او بيرته راستنيدونکو چارو رييس غلام حيدر فقيرزي پژواک اژانس ته وويل، چې د کډوالو عالي کميشنرۍ له لوري دغه پروژې د سيمې له خلکو سره له سلا پرته په خپلسرې توګه ترسره شوې دي، چې خلکو ته ډيرې ګټورې نه دي.
نوموړي زياته کړه، چې پروژې له قرارداد پرته يوه شرکت ته ورکړل شوي او يا هم لکه د څاګانو په څير د خلکو په شخصي کورونو کې پلې شوي، چې ښايي په راتلونکې کې د ولسونو ترمنځ د اختلاف لامل وګرځي.
غلام حيدر زياته کړه: ((تر هغه به زه ترسره شوې پروژې په رسمي ډول د خپل رياست د لوري تسليم نه کړم، ترڅو چې يې د کډوالو ادارې راته د دغو پروژو په اړه بشپړ ډاډ نه وي راکړى، چې څوک به يې د ملکيت پر سر شخړې نه را پورته کوي.))
د يادونې وړ ده، چې د ننګرهار په مرکز او ٢٢ ولسواليو کې سراچه علي خان لومړنى کلى دى چې د کډوالو د عالي کميشنرۍ د نمونه يي کليو جوړونې تر پوښښ لاندې راځي.










