جلال اباد (پژواک ١٥ چنګاښ ٩١): په جلال اباد کې د يوې غونډې ګډونوالو وويل، چې د ناوړو قومي دودونو او د دولت د نه پاملرنې له امله مېرمنې د ميراث او ملکيت له حق څخه بې برخې دي.
دغه غونډه، د (د ښځو د ميراث او ځمکې حق) تر نامه لاندې د جلال اباد ښار په کرزي تالار کې نن (د چنګاښ ١٥مه) د امريکا د پراختيايي ادارې (USAID) له لوري جوړه شوې وه.
د (USAID) د ځمکني اصلاحاتو د پروګرام مشرې ليدا نادري پژواک اژانس ته وويل، چې له دې يوې ورځنۍ غونډې يې موخه د ښځو د حقونو په اړه عامه پوهاوى، د رسنيو له لارې د ښځو د ميراث د حق خبرتيا او په ښوونيز بهير کې د دوى د حقونو په اړه معلومات ورکول وو.
د هغې په وينا، دغه راز د يوې ممکنه ستراتيژۍ او مدني قانون د تطبيق پر لارو چارو هم بحث وشو.
نوموړي زياته کړه، چې په کنفرانس کې يې له مدني ټولنو او دولتي ارګانونو پرته د څلورو ختيځو ولايتونو ١٥٠ مېرمنو ګډون کړى و.
ليدا وويل: ((د کنفرانس په پاى کې مو د غونډو ګډونوالو ته د يوې اعلاميې له لارې څو وړانديزونه وکړل، چې په کې د رسنيو کارکوونکو ته د ښځو په اړه ورکشاپونه نيول، د اعلانونو له لارې رسنيز کمپاينونو رامنځ ته کول، د ښوونځيو په نصابونو کې د ښځو د حقوقو معلومات زياتول او د ټول هېواد په پوهنتونونو کې د محصلينو داسې ګروپونه جوړول چې د ښځو له حقونو څخه دفاع وکړي، شامل وو.))
په ولسي جرګه کې د ننګرهار استازې فرشتې انوري پژواک اژانس ته وويل، چې په ټوله ختيځه سيمه کې نږدې له ٧٠% ښځو د هغوى د مهر حق اخيستل شوى او پلارګنۍ او خسرګنۍ يې په ميراث کې برخه نه ورکوي.
د هغې په وينا، په دې برخه کې د ښځو او بشر د حقونو فعالانو هم ډېر لږ کار کړى دى.
نوموړې زياته کړه: ((نه يواځې دا چې په مشرقي کې ښځو ته ميراث نه ورکول کېږي، هغوى د متاع په څېر په خپله هم ميراث بلل کېږي.))
د ننګرهار د ولايتي شورا مرستيال مفتي معين شاه حقاني غونډې ته په وينا کې وويل، چې د اسلام دين د لارښوونو له مخې که هره ښځه خپلې پلارګنۍ او خسرګنۍ ته د ميراث حق وبښي، بښنه يې سمه نه ده.
د ده په خبره، نه يواځې اوسنى دولت، طالبانو هم د خپلې واکمنۍ پر مهال د ښځو پر حقونو سترګې پټې کړې وې.
د ولايتي شورا مرستيال وويل، په ختيځو ولايتونو کې د ښځو له حقونو ٢٥ ډوله سرغړونې کېږي، چې مهمې يې له ميراث بې برخې کول، په بدو کې ورکول، پر خور او لور پيسې اخيستل او د بد لمنۍ په تور د هغوى وژل دي.
نوموړي افغان دولت تورن کړ، چې د قومي دودونو په نوم د هغه چا پر ضد اقدام نه کوي، چې ښځو ته د ميراث او ملکيت حق نه ورکوي.
هغه له دولته وغوښتل، چې د ځانګړو قوانينو له مخې دې هغه خلک مجازات کړي، چې مېرمنو ته د پلار او خاوند په مال کې برخه نه ورکوي.
مفتي معين شاه وويل: ((ديني عالمانو پر دې موضوع سترګې پټې کړې، تر هغه چې اسلامي شرعيت په بشپړه توګه پلى نه شي، ناشوني ده چې ښځو ته دې څوک حقونه ورکړي.))
له لغمان ولايت څخه راغلې ناجيې صديقي پژواک اژانس ته وويل، چې د دې ډول غونډو او کنفرانسونو جوړول ښځو ته د هغو د حقونو په پېژندو کې مرسته کوي او د نارينه ذهنيتونه روښانه کوي.
د يادونې ده، چې يوه اونۍ وړاندې د ښځو چارو وزيرې حسن بانو غضنفر په دغه ولايت کې د ښځو له حقونو د سرغړونې د مخنيوي د کمېسيون څانګه هم پرانيستې وه.










