منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۲۲ غ.و
۱۶° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

پاکستاني چارواکو په خپل هیواد کې خبریال ویبپاڼه بنده کړه

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۹۳ کتنې

کابل ( پژواک ١٦ چنګاښ ٩١) : پاکستان د خبریال ویبپاڼې پر ځینو خبرونو او تبصرو ناخوښي ښودلې اود دې پاڼې پر خپرونو یې په خپل هېواد کې بندیزلګولی دی . 

دا څرګندونې د خبريال وېبپاڼې لخوا پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې شوي، خو دا يې نه دي ويلي چې پاکستان ددې پاڼې پر کومو خبرونو او تبصرو ناخوښي څرګنده کړې ده .

سرچينه ليکي ، چې د پاکستان حکومت په دغه  هیواد کې د خبریال ویبپاڼې فعالیت په نا اعلان شوې توګه له تېرې يوې اونۍ راهيسې بند کړى دى .

په خبرپاڼه کې راغلي ،چې د يادې وېبپاڼې ادارې مشرتابه په پرله پسې ډول هڅه وکړه ،چې پاڼه پرانیزي ،خو  پاکستاني چارواکي دپاڼې له پرانیستلو ډډه کوي . 

د سرچينې د څرګندونو له مخې، دا په داسې حال کې ده ، چې دغه وېبپاڼه  له هیڅ سیاسي ګوند او شخص سره تړاو نه لري او  د رسنیو له نړۍ والو معیارونو سره سم راپورونه چمتو کوي . 

دخبریال ویبپاڼې ادارې له ټولو افغاني رسنیو ،مدني ټولنو او د ژورنالیستانو د ملاتړ له ادارو د ملاتړ غوښتنه کړې او د افغانستان له اړوندو چارواکو يې هيله کړې ، چې له پاکستاني چارواکو سره د يادې ستونزې د حل په موخه خبرې وکړي.

دغه وېبپاڼه ،چې مرکزي دفتر يې په لندن کې دى او د افغانستان په بیلا بیلو ولایتونو کې خبریالان او دفترونه لري ، تر ډېره د افغانستان او د ډيورند له کرښې هغه خوا د پښتنو سیمو خبرونه خپروي .