توکيو (پژواک ١٧ چنګاښ ٩١): د افغانستان په اړه د توکيو له کنفرانس څخه يوه ورځ مخکې په دغه ښار کې دوه مهمې غونډې ترسره شوې.
د جاپان د بهرنيو چارو وزارت په وېبپاڼه کې راغلي، چې نن سهار له لسو بجو تر يوې بجې پورې د توکيو ښار د ملګرو ملتونو د پوهنتون د غونډو په ځاى کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ سمپوزيم جوړ شو.
سرچينې زياته کړې، چې د دغه سمپوزيم موضوع ((د افغان کډوالو د ستونزو د هوارۍ ستراتيژي)) وه.
دغه غونډه په جاپان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ د نماينده ګۍ له خوا د جاپان د بهرنيو چارو وزارت په مرسته جوړ شو.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، د سمپوزيم ويناوالو د افغان کډوالو د ستونزو او د هغو د هوارۍ په لارو چارو خبرې او وړانديزونه وکړل.
د جاپان د بهرنيو چارو وزارت دغه راز ويلي، چې نن له غرمې وروسته د جاپان پر وخت له دوو بجو تر پنځو بجو پورې د افغانستان او جاپان د مدني ټولنو ګډه غونډه جوړه شوه.
سرچينې زياته کړې، چې په دې غونډه کې د افغانستان او جاپان د مدني ټولنې د ګډ کاري ډلې غړو ګډون درلود او توکيو کنفرانس ته يې خپل وړاندېزونه په ډاګه کړل.
دغه راز پرون د جاپان د نړيوالې پرمختيايي ادارې (جايکا) له خوا هم په توکيو ښار کې د افغانستان په اړه يوه غونډه جوړه شوې وه.
د جاپان د بهرنيو چارو وزارت په وېبپاڼه کې د دې غونډې موضوع ((له ٢٠٠٢زېږديز کال راهيسې موږ د افغانستان لپاره څه کړي؟)) ټاکل شوې وه.
سرچينې زياته کړې، چې په دې غونډه کې د افغانستان د کليو د پراختيا وزير انجنير ويس احمد برمک، د ايشيا فاونډېشن د څېړنو او اسلامي چارو د څانګې مسوول ډاکتر محمدعثمان طارق، له اغا فاونډېشن څخه ډاکټر نجم الدين نجم او د جاپان د نړيوالې پرمختيايي ادارې (جايکا) د افغانستان مشر يوشيکازو يامادا برخه اخيستې وه.
بلخوا په جاپان کې د افغانستان د سفارت په ويبپاڼه کې راغلي، چې نن د بهرنيو چارو د مرستيال جاوېد لودين په مشرۍ په سفارت کې يوه غونډه وشوه.
سرچينې زياته کړې، چې په دې غونډه کې د هغو هېوادونو استازو برخه اخيستې وه، چې تېره مياشت په کابل کې (داسيا زړه) په نړيوال کانفرانس کې يې برخه اخيستې وه.
ولسمشر حامد کرزى نن له غرمې مخکې له يوه لوړ پوړي دولتي پلاوي سره د افغانستان په اړه د توکيو په نړيوال کنفرانس کې د ګډون په موخه جاپان ته روان شو.
ټاکل شوې چې د شاوخوا ٧٠ هېوادونو او نړيوالو سازمانونو د استازو په ګډون د افغانستان په اړه نړيوال کنفرانس سبا د جاپان په پلازمېنه توکيو ښار کې پيل شي.
د توکيو په کنفرانس کې د افغانستان د حکومتي پلاوي ترڅنګ د مدني ټولنو يو پلاوى هم ګډون کوي، چې د غونډې ګډونوالو ته به خپل وړاندېزونه ورکړي.
په دغه کانفرانس کې به د لېږد د بهير پاتې موده (د ٢٠١٤ زېږديز کال) تر پايه او له هغه وروسته د بدلون په لسيزه کې (له ٢٠١٥ څخه تر ٢٠٢٥ زېږديز کال پورې) له افغانستان سره د نړيوالې ټولنې سياسي او مالي ملاتړ خپل کړي.
د توکيو د کنفرانس طرحه او ستراتيژي دا ده، چې د بدلون په لسيزه کې افغانستان پر خپل ځان بسيا شي.
د دغه کنفرانس سمبالوونکى وايي، چې د افغان حکومت له خوا نړيوالې ټولنې ته د متقابلې حساب ورکونې او ښې حکومتدارۍ ژمنې ورکول کېږي.
د افغانستان د ماليې وزير څو ورځې مخکې په کابل کې ويلي وو، چې حکومت يې له توکيو کنفرانس څخه د کال پر سر څه باندې پنځه ميليارده ډالره غوښتنه کوي، خو د افغانستان بانک رييس نورالله دلاوري رسنيو ته ويلي وو، چې د کال پر سر شپـږو ميلياردو ډالرو ته اړتيا لري.
بلخوا جاپاني رسنيو تېره اونۍ د توکيو کنفرانس د يوه تنظيموونکي له خولې ليکلي وو، چې د توکيو کنفرانس ګډونوال به له افغانستان سره د درېيو کلونو لپاره د ١٥ ميلياردو ډالرو د مرستې اعلان کوي.










