توکيو (پژواک ۱۷ چنګاښ ٩١) : ټاکل شوې چې سبا (د چنګاښ ١٨مه) د جاپان په توکيو ښار کې د افغانستان د راتلونکي په اړه نړيوال کنفرانس جوړ شي، چې په کې له ټولې نړۍ څخه به د ٧٠ هېوادونو او سازمانونو استازي ګډون وکړي.
تمه کېږي ، په دغه کنفرانس کې به له ٢٠١٤ کال وروسته چې بهرني ځواکونه له افغانستان څخه وځي، نړيوالې ټولنه له افغانستان سره د اقتصادي مرستو ژمنې وکړي.
افغان ولسمشر حامد کرزی نن د ۴۴ تنو يو پلاوي په مشری د شپې ناوخته توکيو ته راورسيد چې د توکيو د هانيډا (Haneda) په هوايي ډګر کې د چاپان د بهرنيو چارو وزارت پارلماني مرستيال حاميدا (Hameda) له خوا ورته ښه راغلاست وويل شو .
کنفرانس سبا د سهار ۹ بجې د چاپان په وخت پیل کېږي چې څلورنيم ساعته د کابل د وخت سره توپیر لري او دغه وخت به په کابل کې د سهار ۴ نیمې بجې وي.
سبا د سهار په اتو بجو او ۳۰ دقيقو ولسمشر حامد کرزی د پرنس پارک ټاور هوټل چيرته چې دی به دري ورځي په کې استوګنه لري ، د چاپان د بهرنيو چارو وزير کوچيرو جيمبا (Koichiro Gemba) سره کوري او هغه به يې د کنفرانس تالار ته همرايي کوي.
د ولسمشر ددغه سفر د پروګرام يوه کاپي چې پژواک خبري آژانس ته رسيدلي ، راغلي چې کنفرانس به د سهار په نهو بجو د چاپان د صدراعظم هوشيهيکو نوډا ( Yoshihiko Noda) په پرانستونکې وينا پيل کېږي او ورپسي به افغان ولسمشر وينا کوي.
دغه راز به د کنفرانس ګډوڼوالو ته د ملګرو ملتونو د سازمان سرمنشي بانکي مون او د چاپان د بهرنيو چارو د وزارت مشاوره ميرمن سداکو اوګاټا ( Sadako Ogata) هم وينا وکړي.
د پرانستونکيو ويناوو وروسته به د کنفرانس ګډونوال يو ګروپي عکس اخلي او ولسمشر کرزي به د غونډي تالار پريږدي.
د کنفرانس مهمه برخه چې د سهار د لسو بجو څخه پيل کيږي او په څلورو ناستو کې به د مازيګر تر ۵ بجو دوام کوي ، د غونډي مشري به د چاپان د بهرنيو چارو وزير کوچيرو جيمبا (Koichiro Gemba) او د افغاستان د بهرنيو چارو وزير ډاکټر زلمی رسول او د ماليي وزير ډاکټر حضرت عمر ذاخيلوال پر مخ وړي.
غونډې ته د يادو وزيرانو د ويناوو وروسته به د نړۍ او د سيمې د بهرنيو چارو وزيران خپلې ويناوې کوي.
د توکيو په کنفرانس کې د افغانستان د حکومتي پلاوي ترڅنګ د مدني ټولنو يو پلاوى هم ګډون کوي ،چې د غونډې ګډونوالو ته به خپل وړاندېزونه ورکړي.
په پلان کې ده چې دغه کنفرانس ته به د نړيوالو بانکونو ( IMF , IDB) استازی او د اسيايي پرمختايي بانک (ADB) استازی ، د پانګې اچونې د خصوصي سکتور د استازو په ګډون د ډېرو سازمانونو او هېوادونو استازې ويناووي وکړي.
دغه راز به د JICA موسسه د بيارغونې په برخه کې د ۲۰۰۲ کال څخه راپه دې خوا خپلې لاسته راوړنې او ستونزو په اړه راپور وړاندې کړي.
د کنفرانس په پای کې به د چاپان د بهرنيو چارو وزير کوچيرو جيمبا او د افغاستان د بهرنيو چارو وزير ډاکټر زلمی رسول او د ماليي وزير ډاکټر حضرت عمر زاخيلوال په يوه مطبوعاتي ناسته کې د خبریالانو سوالونو ته ځواب ووايي.
د کنفرانس په حاشيه کې به ولسمشر حامد کرزی ، د المان د بهرنيو چارو وزير ، د ملګرو ملتونو د سرمنشی بان کی مون ، د فرانسې د بهرنيو چارو له وزير او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پخواني استازې لخدر ابراهيمي سره ملاقاتونو ولري او د علاقې وړ موضوعاتو په اړه به ورسره خبرې وکړي.
همدا راز حامدکرزي ته به د دغه سفر په لړ کې د جاپان د نيپون د سپورتي علومو د پوهنتون ( NSSU) لخوا افتخاري دوکتورا هم ورکړل شي.
په دغه مراسمو کې د پوهنتون د مشرتابه غړيو د ويناوو ورسته د چاپان صدر اعظم هوشيهيکو نوډا ( Yoshihiko Noda) او خپله ولسمشر حامد کرزی هم وينا وکړي او د وينا وروسته به د پوهنتون د مرستیال شيجياکی ابی (Shigeaki Abi) لخوا افتخاری دوکتورا ورکړی شي.
د مراسمو په پای کې ولسمشر د عظمی صدارت ماڼۍ ته لاړ شي او د صدر اعظم سره د ملاقات وروسته به د شپې په ميلمستيا کې ګډون وکړي .
ولسمشر حامد کرزی به خپل سفر په دريمه ورځ د افغان-جاپان د دوستي د پارلمانې ټولنې د ملاقات ورسته د جاپان د امپراتوری قصر کې د چاپان د امپراتور سره د ملاقات وروسته به افغانستان ته بيرته ستون شي.
د افغانستان ولسمشر سره په دغه سفرکې د بهرنيو چارو وزير ډاکتر زلمی رسول، د ملي امنيت سلاکار ډاکتر رنګين دادفر سپنتا، د ماليې وزيرحضرت عمر زاخېلوال، د سولې د عالي شورا رييس صلاح الدين رباني،د ولسمشرۍ د عالي مقام د دفتر رياست مرستياله حميرا لودين اعتمادي او د ولسمشر وياند اېمل فيضي ملګرتيا کوي.
د توکيو په کنفرانس کې به د لېږد د بهير پاتې موده (د ٢٠١٤ زېږديز کال) تر پايه او له هغه وروسته د بدلون په لسيزه (٢٠١٥-٢٠٢٥) زېږديز کال پورې له افغانستان سره د نړيوالې ټولنې سياسي او مالي ملاتړ خپل کړي.
د توکيو د کنفرانس طرحه او ستراتيژي دا ده ، چې د بدلون په لسيزه کې افغانستان پر خپل ځان بسيا شي.
د دغه کنفرانس تنظيموونکي وايي، چې د افغان حکومت له خوا نړيوالې ټولنې ته د متقابلې حساب ورکونې او ښې حکومتدارۍ ژمنې ورکول کېږي.
د افغانستان د ماليې وزير څو ورځې مخکې په کابل کې ويلي و، چې حکومت يې له توکيو کنفرانس څخه د کال پر سر څه باندې پنځه ميليارده ډالره غوښتنه کوي، خو د افغانستان بانک رييس نور الله دلاوري رسنيو ته ويلي و ، چې د کال پر سر شپـږو ميلياردو ډالرو ته اړتيا لري.
بلخوا جاپاني رسنيو تېره اونۍ د توکيو کنفرانس د يوه تنظيموونکي له خولې ليکلي و ، چې د توکيو کنفرانس ګډونوال به له افغانستان سره د درېيو کلونو لپاره د ١٥ ميلياردو ډالرو د مرستې اعلان کوي.










