منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۳۷ غ.م
۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی

په ميدان وردګو کې ٢٧پروژې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې

· ۲ دقیقې لوستل · ۶۵ کتنې

کابل ( پژواک ٢٥ چنګاښ ٩١ ) : د ميدان وردګو د بهسودو په لومړۍ حصې ولسوالۍ کې د ملي پيوستون له لارې (۲۷) بېلابېلې ټولګټې پروژې  بشپړې او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.

 ددې ولايت د والي وياند شاهدالله شاهد د چنګاښ په ٢٥مه، پژواک خبري اژانس ته وويل ،چې پر دې پروژو څه باندې لس ميليونه افغانۍ لګښت راغلى دى.

 هغه زياته کړه، چې يادې پيسې د ملي پيوستون له بوديجې څخه د کليو د پراختيا وزارت لخوا ورکړل شوې دي.

 د ميدان وردګو ولايت د  کليو پراختيا رييس انجنير جان محمد حکمت جو  وايي ،چې په دغو پروژو کې کاريزونه، فرعي سړکونه، پلونه، د سړک دغاړې ويالې، د اوبو زېرمې، ټولنيزې خونې، داوبود زېرمه کولوبندونه،د کانالونو پخېدل اوپاکول او د استنادي دېوالونو جوړولو شامل دي.

 نوموړى وايي ،چې دغه پروژې د بهسودو د لومړۍ حصې ولسوالۍ  په  ٢٦ کليوکې پلې شوې دي.

 انجنير حکمت جو وويل ، چې يادې پروژې د سيمې داوسېدونکو د لس سلنې په ونډې  اخيستو بشپړې شوې او د يادو کليو ٨٢٩ کورنۍ ترې ګټه پورته کوي.

 د حسين علي په نامه د قلعه فقير يو تن اوسېدونکي پژواک اژانس ته وويل ، چې ددې پروژو له پلي کېدو سره يې که له يوې خوا ستونزې هوارې شوې، نو له بلې خوا يې لسګونو ځوانانو ته د کار زمينه هم برابره شوې وه.

 د ميدان وردګو ولايت چارواکي وايي ، چې د روان لمريز کال له پيل راهيسې په دې ولايت کې د ملي پيوستون له لارې ٣٢١ پروژې پيل شوې دي.