هرات ښار (پژواک ٢٨ چنګاښ ٩١): په هرات ښار کې د هنري او مستندو فلمونو درې ورځنۍ جشنواره ترسره شوه.
دغه جشنواره چې د ((ښار او ښاري)) تر سرليک لاندې د هرات ښاروالۍ په نوښت جوړه شوې وه، نن پاى ته ورسېده او په ترڅ کې يې له ١٥ مستندو فلمونو څخه درې يې غوره اعلان شول.
د هرات ښاروال محمدسليم ترکي په دې اړه جوړې شوې غونډې ته وويل، په دې جشنواره کې د خپلواکو مسلکي داورانو له لارې درېيو فلمونو (سقوط، ګلواري تشنه، قلب) په ترتيب لومړى، دويم او درېيم مقامونه خپل کړل.
دى وايي، له پلان سره سم هر کال د ورته هنري سياليو له لارې د ښار او ښاري په نوم هنري فعاليتونو ترسره کوي، چې موخه يې ښاريانو ته د چاپېريال پاک ساتلو فرهنګ ور زده کول دي.
د هرات ښاروال زياته کړه، له دغه کار يې موخه دا هم ده چې خلک د ښار ساتنې او څارنې ته وهڅوي او په دې يې وپوهوي، چې د ښار پاک ساتل يواځې د ښاروالۍ د مامورينو دنده نه بلکې هر استوګن دغه مسووليت لري.
د يادې هنري پروژې مشرې مرجان جاوېد غورياني پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د دغې سيالۍ لړۍ ډېره شفافه او داوران يې په بشپړه توګه خپلواک وو.
نوموړې زياته کړه، چې داورانو لومړى ١٥ فلمونه په غور سره وليدل او بيا يې ترې درې فلمونه د جايزې وړ وبلل.
هغه وايي، د لومړۍ درجې ګټونکي فلم (سقوط) ته ٣٥زره افغانۍ، دويم (ګلواري تشنه) ته ٢٥زره افغانۍ او درېيم مقام ګټونکي (قلب) ته ١٥زره افغانۍ نغدي او ځينې نورې تشويقي جايزې ورکړل شوې. همداراز له نورو فلمونو سره هم ۵زره افغانۍ تشويقي مرسته وشوه.
د (قلب) فلم جوړوونکې سايل پژواک اژانس ته وويل، چې په دغو سياليو کې يې د ګډون موخه د فلم جوړولو په برخه کې د مېرمنو د وړتيا ښودل دي.
نوموړې زياته کړه: ((خوښه يم چې فلم مې درېيم مقام خپل کړ، په حقيقت کې دغه اعلان ماته د زړه ځواک راکړ. په دې لار کې به نوره هم مخ پر وړاندې لاړه شم او د ټولنې په ځانګړي ډول د ښځو له ناخوالو به خلک خبر کړم.))
مېرمن سايل وويل، چې له څلورو کلونو راهيسې د فلم جوړولو په هنر بوخته ده، خو دا يې لومړى فلم دى چې په برياليتوب يې په خپل کار لا ډاډمنه شوه.
د يادو فلمونو له ننداره کوونکو څخه يو تن محمدمعين صبور، د ښاروالۍ دغه نوښت وستايه او زياته يې کړه، چې د فلمونو له کتنې څخه يې ډېره ګټه پورته کړه.
صبور وايي، د فلمونو داستانونه لنډ، خو پيغام يې ځواکمن او مستند و.










