ژبه

کندهار ښار (چنګاښ، ٢٩ چنګاښ، ٩١): د کندهار ښار او د پاکستان د بلوچستان ايالت د کوېټې ښار ترمنځ به ډېر ژر د بـسونو د تګ راتګ لړۍ پيل شي.

د کندهار ولايت د مطبوعاتي دفتر مسوول جاوېد فيصل پژواک خبري اژانس ته وويل، دغه څرګندونې د کندهار د ټرانسپورټ رييس نجيب الله احمدي نن مازيګر د ولايت مقام په اونيز اداري مجلس کې وکړې.

 د ټرانسپورټ رييس نجيب الله احمدي وويل، له ولايتي چارواکو سره په ګډه يې د کندهار او کوېټې ښارونو ترمنځ د بسونو د تګ راتګ په موخه پراخې هڅې پيل کړې دي.

 هغه زياته کړه: ((په دې برخه کې ٩٥ سلنه کار بشپړ شوى او اوسمهال د ګاونډي هېواد له اړوندو چارواکو سره د دواړو ښارونو ترمنځ د خلکو د تګ راتګ د اجازې او امنيتي چارو پر سر خبرې روانې دي.))

 د نوموړي په وينا، په دغه اقدام سره به خلکو ته د دواړو  ښارونو ترمنځ د تګ راتګ اسانتياوې برابرې شي.

احمدي دغه راز په کندهار ښار کې دننه د ٥٠ کاسټر موټرونو په وسيله د ټرانسپورټي خدماتو د برابرولو خبر ورکړ او ويې ويل، دغه بسونه په ډېره ټيټه بيه خلک له يوه تر بله ځايه رسوي.

 د ده په خبره، دغه بسونه اوسمهال د کندهار ښار له ختيځ لوري انصاري مېنې تر ميرويس مېنې تګ راتګ کوي.

 هغه دغه راز زياته کړه، چې خلکو ته د اسانتيا په موخه يې د کندهار هوايي ډګر او کندهار ښار ترمنځ ٢٠ سراچه موټر هم په دندو ګومارلي دي.

 د نوموړي په وينا، دغه ټرانسپورټي خدمتونه د کندهار والي په پاملرنه د ترافيکو مديريت، ښاروالۍ او ټرانسپورټ رياست له خوا په ګډه همکارۍ برابر شوي دي.

 د کندهار ولايت د ترافيکو مدير سمونوال محمدالله خان وويل، له دغو ټرانسپورټي خدمتونو سره به په ښار کې د هغو عرادو مخه ونيول شي، چې ترافيکي نظم يې له ګواښ سره مخ کړى دى.

 د کندهار والي پوهنوال ډاکټر توريالي ويسا، له دغو ټرانسپورټي خدمتونو څخه د ګټې اخيستنې په موخه د خلکو پر عامه پوهاوي ټينګار وکړ.

 د کندهار او کوېټې ترمنځ په داسې حال کې د بسونو د تګ راتګ خبرې کېږي، چې څه موده وړاندې په کندهار کې د پاکستان د قونسلګرۍ مشر د دغه ولايت او کوېټې ترمنځ د اورګاډي پټلۍ د غځولو خبر ورکړى و.

 د پاکستان جنرل قونسل فرمان الله يوسفزي هغه مهال ويلي و، چې په مرکز کابل کې د پاکستان او افغانستان د چارواکو تر منځ په لوړه کچه خبرې شوي او په دې سلا شوي، چې د بلوچستان ايالت د کوېټې ښار او کندهار ترمنځ د رېل پټلۍ وغځول شي.

 نوموړي دغه راز څرګنده کړې وه، چې د رېل پټلۍ ترڅنګ د دواړو ښارونو ترمنځ د بسونو پر تګ راتګ هم هوکړه شوې او په نږدې راتلونکي به دغه لړۍ پيل شي.

ورته موضوع