کابل( پژواک، ٥زمرى ٩١): پر رسنيو د باور په برخه کې د فېسبوک له لارې تر سره شوې نظر پوښتنه کې بي بي سي لومړى او پژواک خبري اژانس دويم ځاى خپل کړ.
دغه نظر پوښتنه د ټولنيزو رسنيو د اونۍ په مناسبت، چې نن پاى ته ورسېده ، تر سره شوې او د فېسبوک کاروونکيو ” کومه رسنۍ تاسو ته د باور وړه ده ؟ ” پوښتنه په کې ځواب کړې ده .
په دې نظر پوښتنه کې نن له غرمې وروسته تر پنځو بجو او شلو دقيقوپه ټوليز ډول ٤٩ رسنيو ته ٣٨٦٨ کسانو رايه ورکړې ده .
له يادو کسانو څخه ١٢٥٦ تنو بي بي سي او ٨٣٦ تنو پژواک خبري اژانس د باور وړ رسنۍ بللې دي.
دغه راز په دې نظر پوښتنه کې سپوږمۍ راډيو ٣٥٨ ، ازادۍ راډيو ٣٠٢، شمشاد تلوېزيون ٢٢٥، طلوع نيوز تلوېزيون ١١٥ ، سرنوشت ورځپاڼې ١٠١ او کابل نيوز ټلوېزيون ٧٢ رایې خپلې کړې دي.
په نظر پوښتنه کې شاملو نورو رسنيو ، چې بهرني رسنۍ هم په کې شاملې دي تر ٧٢ کمې رايې تر لاسه کړي او يو شمېر يې داسې دي ، چې يواځې يوه رايه يې خپله کړې ده .
خو ٨٦تنو ليکلي ، چې په دې نظر پوښتنه کې شاملو رسنيو کې پر يوه هم باور نه لري او ٣٧ تنو ويلي، چې په نظر پوښتنه کې په شاملو رسنيو کې يې د خوښې رسنۍ نشته .
د يادولو ده ، چې ١٤٣ تنو دغه نظر پوښتنه تعقيبوله .
پر دې نظر پوښتنه يو شمېر کسانو د فېسبوک پر پاڼه بېلابېلې څرګندونې کړې دي .
ضياالحق محمدي د پژواک خبري اژانس مشر دانش کړوخېل ته ليکلي : ” زما سلامونه هم ومنه ،هیله ده چې ټول همکاران مو خوشحاله ژوند ولري ،کړوخېل صییب دا یوښکاره حقیقت ده، چې پژواک دهېواد په کچه هغه رسنۍ ده ، چې په واقعي اوبې پرې توګه د حقایقوښکارندویي کوي ،که څوک رایه ورکړي اوکه ور یې نه کړي د لمرسترګه په دوه ګوتو نه پټیږي.”
منصور مجاب ليکی :”زه چی پژواک ونه ګورم نو خوب نه راځي.”
حميدالله ژواک بيا وايي : “پژواک يواځينۍ پاڼه ده، چی تل يی ګورم.”
غني غالب وايي ، پژواک یوه ریښتنې رسنۍ ده ، هغې ته رایه ورکړئ او ترڅنګ یې ازادۍ راډیو هم مه هیروئ.
سليم بلوچ ليکلي :” ژوندى دې وي پژواک ، يواځنى افغاني اژانس . موږ ټول پر پژواک باور لرو.”
خو الله نظر نقيبي بيا پر انګليسي ژبه له خلکو غوښتي ، چې پژواک او شمشاد ته رايه ورکړي.
شيراحمد حيدر ليکلي : ” ملګرو تر ټولو باوري رسنۍ پژواک خبري اژانس ته رایه ورکړئ.”
خو زردشت اتل دحيدر په ځواب کې ليکي :” بریالی اژانس دی، خو تر ټولو باوري مه وایه، دا یو ډول شخصي قضاوت کیږي. زه ورته باوري اژانس وایم. “
سبحان الله شفق له خپلو ټولو دوستانو هیله کړې، چی پژواک خبری آژانس ته رایه ورکړي .
دى وايي: ” زما په اند پژواک د یو اصیل افغاني آژانس او د پیښو د ریښتني انعکاس کونکي په توګه دا وړتیا لري ، چې په افغاني رسنیو کې لومړی مقام ولري.”
عبدالسميع نيازى بيا ليکي : “د خبر په نړۍ کۍ تر ټولو سریع تیز زما په اند پژواک دی، ورپسې زما د خوښې دوه ویب سایټه نور دي بي بي سي او وی او ای ، مننه ستاسي نه کوم.”
خو زردشت اتل بيا بل ځاى ليکلي دي : ” د هرچا چې پیسې ډېرې دي، هغه معتبر دی.”
مصطفى صفا ليکي : “سرنوشت ورځپاڼه ترټولو اوچته او ريښتنې ورځپاڼه ده، سرنوشت ورځپاڼې په خپل څو کلن مزل کې وکولی شول ، چې ان دهغو زورواکو نومونه واخلي، چې په حکومت کې په لویو څوکیو کې لوبیږي او د نورو رسنیو ورڅخه هډونه لړزېدل، سرنوشت د ولس په سرنوشت باندې د معاملې او معامله ګرو رسوا کوونکې ورځپاڼه.”
خو سيدالرحمن ايمان وايي :” ورورجانه که رښتیا ووایم دا بي بي سي ډېره پیاوړې رسنۍ ده ډېره مې خوښه ده. “
رفيع الله عارفزى هم وايي ،چې بي بي سي يې خوښيږي ، ځکه چې ښه پروګرامونه او تازه خبرونه لري.
خو شېرزاد ليکي چېپه افغانستان کې يواځینی تلوېزون طلوع دى .
نجيب الله سهيل بيا ليکلي : ” هېڅ يوه ( رسنۍ) ، خو که د برما اوسنى حالت يې خپور کړى وي ، بيا به تر يوه بريده د اعتبار وړ وه . ”
په نظر پوښتنه کې شاملې ډېرې رسنۍ په فېسبوک کې هم پاڼه لري .
د رسنيو د ملاتړ ادارې ( نى ) مشر مجيب خلوتګر د ټولنيزو رسنيو په اوونۍ کې ياده نظر پوښتنه يو نوښت وباله او ويې ويل ، چې دا ډول نظرپوښتنې د رسنيو تر منځ د مثبتې سيالۍ لامل کيږي.
دده په وينا، په ياده نظر پوښتنه کې د څه باندې درې زور کسانو ونډه ښيي، چې په افغانستان کې خلک هم له سنتي رسنيو ) راډيو ، تلوېزيون او اخبار) ترڅنګ له ټولنيزو رسنيو سره هم اړيکه لري او ګټه ترې اخلي.
دغه راز دى وايي: ” له دې نظر پوښتنې څرګنديږي، چې افغانان ساکت خلک نه دي او نه یواځې له رسنیو ګټه پورته کوي، بلکې تر منځ يې مقايسه هم کوي.”
دى وايي، چې د ټولنيزو رسنيو د اوونۍ موخه ټولنيزو رسنيو لکه فېسبوک ، تيوتر او نورو ته د خلکو هڅونه وه ، ترڅو له دې ډول رسنيو څخه د خلکو د استفادې کچه لوړه شي .










