کابل ( پژواک ٦ زمرى ٩١ ) : د کليد ګروپ مسوولين وايي، چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت لخوا ددوى په راډيو کې ديوه خبر د سانسور کېدو هڅه شوې ده.
د کابل دامنيه قوماندانۍ مرستيال محمد داوود اميني ويلي ، چې د څرخي پله په ساحه کې د ولسي جرګې ددوو غړيو ملا تره خېل محمدي او الله ګل مجاهد د وسلوالو ترمنځ جنګ شوى، چې له امله يې په سيمه کې يو شخصي کلينيک زيانمن شوى و.
هغه پژواک ته ويلي و ، چې امنيتي ځواکونو هڅې پيل کړې، څو په دې نښته کې ښکيل وسلوال کسان ونيسي او دقانون منګولو ته يې وسپاري.
د کليد ګروپ مشرې نجيبه ايوبي د زمري په ٦مه، پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې د څرخي پله د يادې پېښې خبر له پرون راهيسې د کليد راډيو په خبري ساعتونو کې خپريږي.
هغې زياته کړه : (( لومړى مو دا خبر د پژواک په حواله خپور کړ ، بيا موږ پخپله پر دې خبر نور کار وکړ، له امنيتي چارواکيو سره مو خبرې وکړې او هڅه مو وکړه، چې په دې پېښه کې د ولسي جرګې ددوو وکيلانو ملا تره خېل او الله ګل مجاهد نظرونه هم واخلو، خو دهغوى ټېلېفونونه رخ نه شول.))
ايوبي وايي ، کله چې دغه خبر له کليد راډيو څخه خپور شو، نو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت لخوا ورته ټېلېفون وشو، چې ددې خبر له خپرولو دې لاس واخلي.
د نوموړې په وينا، ټېلېفون د وزارت له سکرټريټ څخه راغلى و او ويل يې ، چې د ملا تره خېل اړوند خبر مه خپروئ.
هغې وويل : (( ما ورته وويل، چې تاسو زموږ خبرونه سانسور کوئ، د وزارت اړونده مسوول وويل، چې هو همداسې يې وګڼئ.))
د کليد رسنيز ګروپ مشرې نجيبه ايوبي د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت پر دغې کړنې د حيرانتيا څرګندونه وکړه او ويې ويل ، چې د وزارت دا کړنه نېغه په نېغه د رسنيو دسانسور په مانا ده.
نوموړې زياته کړه ، وزارت ددې پر ځاى ، چې رسنۍ تقويه کړي، د خبرونو د خپرولو مخه يې نيسي او د يوه زورور شخص پلوي کوي.
کله چې پژواک د ټېلېفون له هغې شمېرې سره اړيکه ونيوله ، چې ترې کليد ګروپ ته زنګ وهل شوى و، نو يوه تن چې ځان يې فريد معرفي کړ، دا ومنله، چې کليد ګروپ ته يې زنګ وهلى دى .
دغې سرچينې دا خبره رد کړه ، چې ګوندې دوى په کليد راډيو کې دکوم خبر د نه خپرولو سپارښتنه کړې ده.
فريد زياته کړه : (( موږ يواځې دا معلوموله، چې ايا دا خبر له کليد راډيو څخه خپور شوى که نه؟))
د افغانستان لپاره د سوېلي اسيا د ازادو رسنيو دټولنې ( سفما ) مشر ضياء بوميا وايي، چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ددې پر ځاى ، چې د رسنيو د پرمختګ لپاره هلې ځلې وکړي، د رسنيو د پرمختګ او د بيان د ازادۍ مخه نيسي.
هغه پژواک اژانس ته وويل ، چې د ياد وزارت وزير سيدمخدوم رهين له څه مودې راهيسې له ځينو رسنيو سره دوه ګونى چلند کوي.
نوموړي د بېلګې په توګه د پژواک اژانس هغه خبر په ګوته کړ، چې د ايران لخوا ځينو وکيلانو ته د پيسو د ورکړې په اړه يې خپور کړى و.
بوميا وايي، چې د پژواک دا خبر ګڼ شمېر چاپي او انځوريزو رسنيو خپور کړى و، چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزير يواځې درې رسنۍ څارنوالى ته معرفي او پر نورو يې سترګې پټې کړې.
د سفما مشر د تره خېل اړوند خبر د سانسور په اړه وويل، چې هغه په ولسي جرګه کې له کېدونکې استيضاح څخه دځان ژغورنې په موخه د وکيلانو د خوشحالولولپاره دا ډول هڅې کوي.










