منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۹ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۳۴ غ.و
۱۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۹° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی

په انټرنټ کې د قران کريم د لټون وړ پښتو ژباړه او تفسير پر ليکه شو

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۱۷ کتنې

کابل (پژواک ٨ زمرى ٩١): د اسلام لکم ټکى کام (islamLacom.com) پر پاڼه د قران کريم د لټون وړ پښتو ژباړه او تفسير پر ليکه شو.

د اسلام لکم ټکى کام په نوم د قران کريم د ژباړو او قرائتونو پروژه د  “قاموسونه ټکى کام” له خوا برابره او پر ليکه (انلاين) شوې ده.

د قاموسونه ټکى کام مسوول چلوونکى وايي، چې د انټرنټ په جال کې د قران پاک دا لومړى پروژه ده، چې په کې د ٦٥ نورو ژبو ترڅنګ د الهي کلام د لټون وړ پښتو ژباړه او تفسير هم خپور شوى دى.

د سرچينې د څرګندونو له مخې، مخکې له دې په انټرنټ کې يواځې داسې د قران کريم پښتو تفسيرونه موندل کېدل چې د لټون اسانتيا يې نه لرله.

دى وايي، چې قاموسونه ټکى کام، د دې تشې د ډکولو په موخه پنځه کاله مخکې د “اسلام لکم ټکى کام ” په پروژه او په پښتو ژبه  د کابلي تفسير پر ډيجيټل کولو پيل وکړ.

هغه وايي، چې دغه پروژه اوس انلاين شوې او څوک چې انټرنټ ته لاسرسى لري کولاى شي ګټه ترې واخلي.

د سرچينې د څرګندونو له مخې، د “اسلام لکم ټکى کام” لپاره د قران کريم څه باندې سل ژباړې چمتو شوې، چې  د وخت په تېريدو سره به يوه، يوه پر ليکه شي.

دى وايي: “چې د اسلام لکم ټکى کام پر وېبپاڼه پر نړيواله کچه د منل شوو ٢٥ قاريانو ښايسته غږونه هم ځاى پر ځاى سوى دي.”

د ده په وينا، د دې پاڼې کاروونکي کولاى شي، چې يو ايت په پرله پسې توګه د درېيو قاريانو په غږ کې واوري.

دى وايي، چې په دې پاڼه کې د هر مبارک ايت انګليسي ژباړه هم اورېدل کېداى شي.

هغه وويل: “په پام کې نيول سوې چې انشاالله د پښتو تفسير او ژباړه هم غږيزه او پر پاڼه وړاندې کړل سي.”

سرچينې زياته کړه، چې “قاموسونه ټکى کام” د صحيح احاديثو ټول کتابونه د پرليکه کولو لپاره چمتو کړي او په راتلونکو اوونيو کې به يې د پر ليکه کولو پروسه بشپړه شي.