منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۲۷ غ.و
۱۶° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

زرګونو تنو د لغمان د والي او ولايتي ادارې پرضد لاريون وکړ

· ۲ دقیقې لوستل · ۹۶ کتنې

مهترلام (پژواک،٢٠زمرى٩١): د لغمان په مرکز مهترلام ښار کې زرګونو تنو د والي او ولايتي ادارې پرضد لاريون وکړ او د والي د لرې کيدو غوښتنه يې کوله .

دغه لاريون د مهترلام د جامع جومات زرګونو لمونځ کوونکيو د جمعې د لمانځه تر ادا کولو وروسته په دوو بجو پيل او شاوخوا يو ساعت يې دوام درلود.

ددې جومات خطيب قاري روح الله فياض ،چې مخکې د ولايت د مقام سلاکار او په تيره دوره کې د ولايتي شورا غړى پاتى شوى، د جمعى تر لمانځه مخکې خلکو ته د والي پرضد  پارونکې وينا وکړه.

قاري فياض په خپله وينا کې د لغمان والي محمد اقبال عزيزي پر غلا او فساد تورن کړ .

ده وويل ،چې لغمان ته د والي په توګه د اقبال عزيزي له ورتګ وروسته په دې ولايت کې امنيت له منځه تللى ، دولتي ځمکې چورشوې، د بيارغونې په پروژو کې اختلاس شوى او يا ځينې يې په ټپه درېدلې دي.

لاريون کوونکيو د والي تر څنګ د  ولايتي شورا پرضد هم شعارونه ورکول.

دا په داسې حال کې ده ، چې د ولايتي شورا مرستيال ګلزار سنګروال هم له لاريون کوونکيو سره ملګرى و.

سنګروال پژواک خبري اژانس ته وويل، چې اقبال عزيزي نه يواځې په فساد کې لاس لري ، بلکې امنيتي حالت يې هم دومره خراب کړى ، چې يوه اونۍ وړاندې وسلوالو مخالفينو د  ولايت په دوه کيلومترۍ کې د ملي اردو څلور سرتيري له موټره کوز او بيايې حلال کړل.

سنګروال وويل، چې والي دينې مقدساتو ته توهين کوي او د جومات خطيب ته يې ويلي و، چې اذان يې په سردرد راولي.

  لاريون کوونکي له ولسمشر حامد کرزي، ولسي جرګې او مشرانو جرګې څخه د اقبال عزيزي له دندې د ګوښه کيدو غوښتنه کوي.

دوى وايي، که غوښتنې يې ونه منل شي ،نو لاريونونو ته به دوام ورکړي.

د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک پژواک ته وويل ، چې لاريون د هر چا حق دى، خو ننني لاريون کوونکي سنګروال او فياض د خپلو شخصي ګټو لپاره لاريون ته هڅولي دي .

دده په وينا، سنګروال د لرګيو په قاچاق تورن دى او دوسيه يې څارنوالۍ ته ليږل شوې ده.

دغه راز ده ، تور ولګاوه ، چې قاري فياض د جومات په نوم له خلکو پيسې ټولې کړي او بيا يې دغه پيسې په شخصې چارو لګولې دي .

خو سنګروال او فياض پر دوى لګيدلي تورنه ردوي .