کابل (پژواک،٣٠ زمرى ٩١): يوه عمر خوړلى موچې،هغو کسانو ته په اشارې چې د اختر لپاره د ميوو له ډکو کڅوړو سره يې تر خوا تېرېدل،وويل : “همدا زما اختر دى چې خلک ارامه وي ،خير که موږ څه نه لرو او په سختۍ ژوند کوو.”
دغه ٧٥ کلن افغان شاه جهان نومي او د کابل ښار د قلع فتح الله په سيمه کې له لرګيو په جوړه شوې کوچنۍ غرفه کې د خلکو بوټ ګنډي تر څو خپلې کورنۍ ته يوه مړۍ ډوډۍ پيدا کړي.
ده پژواک خبري اژانس ته وويل : ” د اختر لپاره مې يواځې يوه نيمه کيلو کُلچې او يو پاکت چاکلېټ پېرلي، اولادونو ته مې جامې هم نه دي اخستې ، ځکه چې ډېره قيمتي ده او موږ غريبان به دومره پيسې له کومه کړو.”
ده په ياده سيمه کې د کاليو او خوړو پلورنځيو ته اشاره وکړه او ويې ويل : ” شکر هر څه ډېر دي ، خو زما په څېر غريبان يې نه شي پېرلى.”
شاه جهان په داسې حال کې چې ستونى يې له ژړا بند شو ، زياته کړه ، سخت ځوريږي چې ، خپلو اولادونو په تېره بيا لورانو ته يې د اختر لپاره جامې نه شي رانيولى.
دا په داسې حال کې ده ، چې اختر د مسلمانانو د خوښۍ ورځې دي ، ددې ورځو لپاره خلک نوې جامې جوړوي ، د مېلمنو لپاره ډول ، ډول وچې او تازه مېوې او کېک او کُلچې پېرې.
شاه جهان وايي، د ورځې سل تر يو سل او پنځوسو افغانيو عايد لري او په دې پيسو د خپلې کورنۍ ( ښځې ، درېيو لورانو او يوه زوى) ورځنۍ اړتياوې نه شي پوره کولاى.
دى وايي ، چې په دې پيسو د خپلې کورنۍ لپاره وچه ډوډۍ ، چاى ، بوره او کله کله ، شکنه برابرولى شي او بس.
هغه وويل ، چې د اختر لپاره د يوې نيمې کيلو کُلچو او يو پاکټ چاکلېټو پيسې يې هم په ډېره سختۍ ټولې کړي وې.
ده چې په لړزېدولو لاسونو يې څپلۍ رنګوله ، وويل : ” نن مې تر اوسه ( ١١ بجې) پنځوس افغانۍ کار نه دى کړى ، داسې ورځې راځي چې هېڅ کار نه وي .”
دده په وينا، زوى يې له يوه مستري سره شاګرد دى او ٦٠٠٠ افغانۍ مياشتنۍ تننخوا يې د کور په کرايه کې ورکوي.
دى وايي، چې مخکې کلونو کې به ځينو کسانو په روژه کې د صدقۀ فطر او زکات پيسې ورکولې او په دې پيسو به يې د اختر اړتياوې رفع کولې ، خو سږ کال تر اوسه هېچا هم د زکات او فطر صدقې پيسې نه دي ورکړي.
شاه جهان څو شيبې چوپ پاتې و او وروسته په داسې حال کې چې سترګې يې د خپلې غرفې تر خوا ولاړې ونې ته نيولې وې ، درې لسيزې مخکې اخترونه ياد کړل.
هغه وويل : ” اصلی اخترونه خو پخواني اخترونه و، خلک ارامه او خوشاله وو، دومره بېوزلۍ او غريبۍ هم نه وې ، خو اوس نو سرمايه داري ده. “
دى وايي، پخوا به هغو کسانو چې مالي امکانات به يې لرل، پيسې ټولولې او له بېوزلو سره به يې مرستې کولې؛ خو د وخت په تېرېدو سره په خلکو کې له بېوزلو سره د مرستې روحيه کمزوري شوې ده .
شاه جهان وايي، چې پخوا يې د خوارکي توکيو پلورنځى درلود او تل به يې له اړو کسانو سره مرسته کوله ، خو د ٧٠ مې لسيزې په جګړو کې ېې کور او پلورنځى دواړه ونړېدل او مالونه يې لوټ شول .
هغه د خپلو خبرو په پاى کې د مهربانه خداى ( ج ) دربار ته د دعا لاسونه پورته کړل او ويل يې : “په خپل دې عمر کې يوه هيله لرم، هغه دا چې وطن مو ارامه شي ، پرمختګ وکړي، سوله ورته راشي او نور خلک له تباهۍ وژغورل شي. “
ده ټولو مسلمانانو ته د اختر مبارکي وويله او هيله يې څرګنده کړه ، چې ټول له خوښيو ډک اختر ولري.










