منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۲۹ غ.و
۱۶° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

ناخوالو له ماشومې سوالګرې اختر هېر کړى دى

· ۴ دقیقې لوستل · ۸۱ کتنې

کابل (پژواک ٣٠ زمرى ٩١): چا د اختر لپاره مېوې او چا يې هم ماشومانو ته جامې پېرلې، خو له ١٢ کلنې سوالګرې “فاطمې” اختر هېر و او د ډوډۍ موندلو لپاره به د هر چا مخې ته درېده او خيرات به يې غوښت.

د روژې په ٢٦مه مازيګر مهال د کابل ښار د “ميرويس ميدان” په سيمه کې د نورو ورځو په پرتله ګڼه ګوڼه ډېره وه؛ ځکه چې اختر ته لږ ورځې پاتې وې او خلکو هڅه کوله چې د اختر د خوښيو لپاره اړين توکي راونيسي.

په همدې ګڼه ګوڼه کې يوه ١٢ کلنې نجلۍ هم وه، چې پر دوړن مخ يې خولو لارې جوړې کړې وې او هر چا ته به يې د سوال لاس اوږداوه، خو نږدې ټولو کسانو به د هغې ماشومو لاسونو ته ورکتل هم نه.

د فاطمې شلېدلو جامو او ببر سر زما پام هم ځان ته واړاوه؛ ورنږدې شوم چې خبرې ورسره وکړم، خو هغې مخکې له دې چې زه ورته څه ووايم، لمرونو سوى لاس يې راته ونيو او ويل يې: “د الله په نوم خيرات غواړم، د اختر ورځې دي.”

دا په داسې حال کې ده، چې اختر د مسلمانانو د خوښۍ ورځې دي او د دغو ورځو لپاره نويو جامو او د اختر مېلو ته تر لويانو ماشومان ډېر خوشاله وي او له اختر نه مخکې ورځې د اختر د را رسېدو په خوښيو تېروي.

ما فاطمې ته ځان ور وپېژاند، چې د پژواک خبري اژانس خبريال يم او غواړم مرکه ورسره وکړم، خو هغې راته ويل: “مرکه به څه کړم، خيرات راکړه، چې بېګا ته ډوډوۍ پرې واخلم.”

فاطمې وروسته له هغه چې يوه اندازه پيسې مې ورکړې، د خپل له کړاوونو ډک ژوند په اړه زما پوښتنې لنډې، لنډې ځواب کړې؛ ځکه چې هغه د خپلې څلورکسيزې کورنۍ د ماښام ډوډۍ په غم کې وه او نه يې غوښتل چې د خيرات ټولولو وخت له لاسه ورکړي.

دې، چې ښکلې څېره يې دوړو پټه کړې وه او لوى، لوى پلاستيکي بوټونه يې پر پښو و، وويل، چې پلار ته يې له تېرو څو کلونو راهيسې رواني ناروغي پيدا شوې او کار نه شي کولاى.

د دې په وينا، مور يې د خلکو کالي وينځي او تر دې دوه کاله کشر ورور يې په ميرويس ميدان کې پلاستيکي کڅوړې پلورې.

فاطمه وايي، چې له خپلې کورنۍ سره د قلعه واحد سيمې په يو کنډواله کور کې ژوند کوي او له خپلې مور او ورور سره په ګډه په سختۍ “يوه مړۍ ډوډۍ” پيدا کوي.

دې ماشومې سوالګرې په دې اړه، چې د اختر لپاره يې مېوه او کالي اخيستي که څنګه، وويل: “نه، په څه شي به يې واخلم.”

فاطمه د همدې خبرې په ويلو سره په ژړا شوه او په ژړا، ژړا يې ويل: “اختر مو په ياد هم نه دی، موږ وچه ډوډۍ نه شو پيدا کولاى، مېوې او جامې به له کومه کړو.”

دغه سوالګره نجلۍ، چې نه يې غوښتل نور څه ووايي، د خلکو په ګڼه ګوڼه کې روانه شوه او بيا يې د خيرات په غوښتلو پيل وکړ.

فاطمې هغه ځوان تر لمن ونيو او د خيرات سوال يې ورته کاوه، چې يو لاس يې خپل شاوخوا اته کلن زوى ته ورکړى و او په بل لاس کې يې د زوى نوې توره درېشې نيولې وه.

خو دغه ځوان، پرته له دې چې فکر وکړي، که فاطمه د ده د زوى په څېر ناز او نوې جامې نه لري نو ماشومې هيلې خو لري او لږ تر لږه بد چلند خو دې ورسره ونه شي، هغه يې شا ته ټېل وهله او ورته ويل يې: “ځه بلا مو ووهه تاسو ډېر سوالګر.”

 دغه ځوان د پژواک خبري اژانس د دې پوښتنې په ځواب کې، چې ولې يې له فاطمې سره بد چلند وکړ ، وويل: “دا ټول حرفوي سوالګر دي، هېڅ بلا نه دي وهلي، پر لاره ولاړ وي خلک تر لمن نيسي او ځوروي يې.”

ياد شوی ځوان د دې پوښتنې په ځواب کې، چې که دا نازولى زوى يې له داسې حالت سره مخ شي، لکه فاطمه چې ورسره مخ ده، نو د ده تمه به له خلکو څه وي، وويل، چې خداى دې د ده زوى له داسې حالت څخه وساتي.

دغه ځوان د خپلې پېژندګلوۍ په اړه معلومات ورنه کړل.

د هېواد په مرکز او ولايتونو کې د لويانو ترڅنګ، د فاطمې په څېر ډېر ماشومان شته، چې خير ټولولو ته اړ دي او د ژوند ناخوالو د اختر خوښۍ ترې اخيستې دي.