منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۲۹ غ.و
۱۶° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

په خوست کې شتمن او بې وزله په اخترونو کې (ډنډه کی) خوري

· ۴ دقیقې لوستل · ۱۶۴ کتنې

خوست ښار (پژواک ٣٠ زمری ۹۱): په خوست کې د اختر په درېیو ورځو کې په هر کور کې ډنډه کی پخيږي او ډلې ډلې کلیوال د کلي په کورونو ګرځي او په هر کور کې لږه لږه ډوډۍ خوري.

ډنډه کی يو ډول خواړه دي، چې غټې وريجې او مۍ په ګډه سره پخيږي او له پخيدو وروسته په یو کنډول کې اچول کیږي او کورني غوړي پرې د پاسه اچول کيږي.

د ډنډه کي د پخولو سره د خوست ټول خلک بلد دي، پر نورو ورځو سربېره په ځانکړي ډول په اخترونو کې، خو په هر کور کې پخيږي.

د خوست ولایت اوسیدونکی شاعر او لیکوال نورا جان بهیر پژواک اژانس ته وویل، چې وریجې مۍ، مۍ وریجې او یا وریجې غوړي، هغه نومونه دي، چې د هر اختر په راتلو د خوستوالو په ذهن کې ګرځي.

 

د هغه په وینا، اوس د خوستوالو دا ځانګړې خواړه په نورو سیمو کې هم د خوستوالو په نوم مشهور دي، خو هغوی ورته (ډنډه کی) وايي.

 

نوموړي زیاته کړه: ((دا نوم سم نه دی، خو زما په نظر د وریجو په کنډول کې چې کوم ځای د کورنیو غوړیو لپاره جوړيږی، هغه ته خوستوال خوزۍ (حوض) وايي او په نورو سیمو کې یې دا نوم په پښتو اړولی، چې ډنډ ورته وایي او کوچني ډنډ په توګه یې اوس ډنډه کی یادوي.))

بهیر وايي، چې د دې خوړو د د دود لامل دا دی، چې پښتانه او په ځانګړې توګه خوستیان په خپلو ښو دودونو کې اتفاق لري او دغه خواړه هم د اتفاق ښه وسیله ده، ځکه چې د خوراک په وخت کې یې شپږ او اووه تنه یو ځای پرې کینې.

 

په خوست کې د ټولنيزو چارو کار پوه او ژورنالېست الياس وحدت پژواک اژانس ته وویل، چې په اخترونو کې خوښي، ځانګړی لباس او ځانګړي خواړه د ټولو قومونو ځانګړنې دي او خوستوال هم د پښتنو د یوې برخې په توګه اخترونه په لباسونو، خوراکونو او میلو لمانځي.

 

د ده په خبره، د خوستوالو ځانګړې خواړه مۍ وریجې دي او لامل یې دا دی، چې خوستوالو د اوس په شان پخوا پردي واردات نه لرل او څه یې چې خپل وو، هغه یې خوړل.

نوموړي زیاته کړه: ((وریجې مو خپلې کیدې، غوړي مو له خپلې مالدارۍ لاسته راوړل او ځینې چې ماستې ورسره استعمالوي، هغه هم کورنۍ وې.))

 

وحدت وایي، چې که څه هم اوس ډېر ښه خواړه شته، خو خلک د خپلو دودونو د ساتنې لپاره همدغه خوراک ته ترجیح ورکوي او د اختر په درېیو ورځو کې یې خوري.

د خوست د صبریو ولسوالۍ اوسیدونکی سیداګل وايي، چې د وريجو غوړيو (ډنډه کي)خوړل ارزانه نه تمامیږي او ډېر لګښت پرې راځي.

ده وویل، چې د کورنيو غوړیو کيلو په ۴۰۰ افغانۍ، خوستۍ وریجې من په ۳۰۰ افغانۍ او مۍ په نږدې درې سوه افغانۍ يو کيلو خرڅیږي.

د هغه په وینا، خو خوستيان اړ دي، که شتمن وي او که بې وزله، بايد په اخترونو کې يواځې ډنډه کی پوخ کړي.

د نوموړي په خبره، په اخترونو کې که څوک هر څومره ډېر لګښت وکړي، خو چې ډنډه کی یې چې نه وي پوخ کړی، دسترخوان یې تش معلومیږي.

د خوست د متون  د سیمې اوسېدونکی ۵۵ کلن حاجي برکت الله پژواک اژانس ته وویل، چې ډنډه کی ځکه په دغه ولایت کې ډېر دود دی، چې د خوست خپل محصول دی.

د هغه په وینا، خوست يو غرنی ولایت دی، خلک يې ډېری په کرنه او مالدراۍ بوخت دي او ډېرۍ حاصلات یې همدغه وریجې، مۍ او غنم دي او له مالدارۍ څخه کورني غوړي، شودې او مستې ترلاسه کوي.

د خوست د ګوربزو ولسوالۍ اوسیدونکي احمدشاه پژواک اژانس ته وویل، د دې لپاره چې په اخترونو کې وريجې غوړي پاخه شي، له بې وزله خلکو سره شتمن مرسته کوي.

د په وینا، په کوم کور کې چې وریجې، مۍ او غوړي نه پيدا کيږي، خپلوان يې د مرستې په ډول ورکوي، خو هر څوک هڅه کوي، چې په اخترونو کې ډنډه کی پوخ کړي.

فولکلور پوه او لیکوال عبدالکریم پتنګ پژواک اژانس ته وویل، چې پخوا په خوست کې چا سوداګري نه کوله او هېڅ ډول واردات نه وو موجود.

د هغه په وینا، هغه مهال د خلکو معتبر خواړه، چې مېلمنو ته به یې تیارول، همدغه وریجي غوړي وو او په عادي ډول به هر چا شړومبۍ، جواری، د وربشو ډوډۍ او مستې خوړې.

نوموړي زیاته کړه، چې له هماغه وخت راهیسې د خوست خلک اوس ډنډه کی خوندور او معتبر خواړه بولي.

د پتنګ په خبره، د اخترونو په درېیو ورځو کې د ډنډه کي خوړل هم له پخوا څخه پاتې دي او هغه وخت به هم د اوس په څېر د اختر درې ورځې د خوښۍ او ځانګړې ورځې وې او د نمانځنې په نیت به خلکو وریجې غوړي کول.

د هغه په وینا، دا یواځې په خوست پورې تړلی نه دی، بلکې د پاکستان د کورمې ایجنسۍ خلک هم، چې په خوست پورې تړلې سیمه ده او ګډه پوله لري، هغوی هم د ډنډه کي ډېر دود لري.