کابل (پژواک ٤ وږى ٩١): د پژواک خبري اژانس د وژل شوي خبريال جان الله هاشمزاده درېيم تلين په داسې حال کې نن ونمانځل شو، چې نه يې تر اوسه قاتلين نيول شوي او نه يې هم له کورنۍ سره کومه مناسبه مرسته شوې ده.
جان الله هاشمزاده، چې د ننګرهار د بټي کوټ ولسوالۍ اوسېدونکى و، د پاکستان له پېښور ښار او نورو سيمو څخه يې د افغانانو په اړه راپورونه ورکول.
هغه د ١٣٨٨ لمريز کال د وږي په٢مه په داسې حال کې، چې له بټي کوټ ولسوالۍ څخه د پېښور پر لوري روان و، د قبايلي سيمې خيبر ايجنسۍ اړوند د جمرود د سور کمر په سيمه کې ووژل شو.
د جان الله هاشمزاده ورور عزيزالله د وږي په څلورمه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن يې د کورنۍ او دوستانو له خوا د دوى په پلرني کلي بټي کوټ کې د جان الله هاشمزاده درېيم تلين ونمانځه، د قران کريم ختم او د هغه روح ته يې دعا وکړه.
نوموړي د افغانستان پر حکومت نيوکه وکړه، چې د درېيو کلونو له تېرېدو سره سره نه يې د هغه د قاتلينو په نيولو او د قانون منګلو ته په سپارلو کې کوم اقدام وکړ، بلکې د هغه له يتيمانو او کونډې سره يې هم سمه مرسته ونه کړه.
هغه زياته کړه، چې ولسمشر حامد کرزي په لومړي سر کې د جان الله هاشمزاده تر وژل کېدو وروسته خواشيني څرګنده کړه، خو د هغه له يتيمانو سره يې هېڅ مرسته ونه کړه.
نوموړي وويل: ((تر ډېرو منډو ترړو او هلو ځلو وروسته چې ما له خپل جېب نه کابل ته په راتګ زرګونه افغانۍ ولګولې، د اطلاعاتو او کولتور وزارت يواځې د دوه زره او دوه سوه افغانيو مرسته وکړه.))
د عزيزالله په وينا، د حکومت او وزارت دغه مرسته د جان الله هاشمزاده يتيمانو او کونډې ته په سپک نظر کتل و، نور يې هېڅ معنا نه درلوده.
نوموړي د افغانستان د حکومت او د اطلاعاتو او کولتور وزارت پر دې رويې ژوره اندېښنه څرګنده او د ژورنالېستانو له خپلواکو ټولنو يې وغوښتل چې په خپله د ژورنالېستانو لپاره يو شخصي فنډ جوړ کړي، څو بل چا ته محتاج نه شي.
په ختيځو ولايتونو کې د ژورنالېستانو د دفاع کمېټې مسوول عبدالمعيد هاشمي هم پر حکومت نيوکه وکړه، چې د هاشمزاده د قاتلينو په اړه يې جدي هلې ځلې ونه کړې.
د هغه په وينا، حکومت په لومړي سر کې موضوع ګرمه ونيوله، خو وروسته ټکنى شو، که په دې اړه يې د پاکستان پر حکومت فشار اچولى واى، نو دوسيه يې پر مخ تله.
نوموړي له ولسمشر وغوښتل، چې له ٠٩٠ کوډ څخه دې د جان الله هاشمزاده له کورنۍ سره ځانګړې مرسته وکړي.
د پژواک خبري اژانس رييس دانش کړوخېل وايي، چې دولت نه يواځې د جان الله هاشمزاده د قاتلينو د نيولو په برخه کې کوم اقدامات ونه کړل، بلکې له کورنۍ سره يې هم د پام وړ مرسته نه ده کړې.
هغه وايي، چې حکومت له ځينو ژورنالېستانو سره د مور او مېرې سلوک کوي، د ځينو په نوم جادې نوموي، کورنۍ يې حج ته لېږي، ډېرې مرستې کوي او له ځينو سره بيا د دوو زرو افغانيو مرسته کوي.
دانش وويل: ((جان الله هاشمزاده د خپل مهاجر ولس د ستونزو او دردونو د رابرسېره کولو په موخه په پاکستان کې خبريالي کوله، خو زموږ دولت د خپل دغه خبريال هېڅ پوښتنه ونه کړه.))









