منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۲۹ غ.و
۱۶° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

د ختيځې سيمې حاجيانو لپاره روزنيز مرکز او د کنفرانسونو تالار جوړېږي

· ۲ دقیقې لوستل · ۶۶ کتنې

جلال اباد ( پژواک، ٥ وږى  ٩١) : د حج اوقافو وزارت له لوري د نږدې لس ميليونه افغانيو په لګښت د ختيځو ولايتونو د حاجيانو لپاره د روزنيز مرکز او کنفرانسونو تالار بنسټ ډبره د وږي په پنځمه په جلال اباد ښار کې کېښودل شوه.

د ننګرهار د حج او اوقافو رييس مولوي عبدالعزيز خيرخواه پژواک خبري اژانس ته وويل،چې دا ودانۍ د ختيځ زون په حج کمپ کې کابل اډې ته څېرمه جوړېږي.

هغه زياته کړه، چې د ودانۍ لګښت د اوقافو وزارت له انکشافي بوديجې څخه ورکړل شوى او په يوولس بېسوو ځمکه کې به ي ې  چارې بشپړې شي.

مولوي خيرخوا وويل،چې په دغه مرکز کې به هر کال د کونړ، لغمان، نورستان او ننګرهار ولايتونو  د حج د فريضې ادا  کوونکو ته عملي روزنه ورکول کېږي او ددغو څلورو ولايتونو د اوقافو رياستونه به په کې علمي غونډې جوړوي.

د مولوي عزيز په وينا، نوې ودانۍ به په يوه پوړ کې له دوه زرو تنو څخه د زياتو کسانو د ځايولو وړتيا ولري، چې ترڅنګ به يې پخلنځى او تشنابونه هم ولري.

د پروژې مسوول حاجي فاروق وويل،چې د حج او اوقافو رياست د کمپليکس ډيرې چارې يې وار له مخه ترسره کړې دي، چې د دوه کلونو پر ځاى به يې چارې په يو نيم کال کې بشپړې کړي.

نوموړي زياته کړه، چې د حاجيانو د تالار ودانۍ  به په ښه معيار برابره  جوړه شي.

حاجي فاروق زياته کړه،دې ته ژمن دى، چې د رغونې چارې به يې هېڅ ډول نيمګړتياوې ونه لري.

د ننګرهار مرستيال والي محمد حنيف ګرديوال پژواک ته وويل، چې تر دې وروسته به د ختيځې سيمې حاجيان په ښار کې د کرايي خونو په نيولو او خوراک څښاک پسې نه وي  سرګردانه .

نوموړي ډاډ ورکړ، چې د اوقافو رياست د کمپليکس او ودانيو په جوړيدو سره به نه يواځې د حاجيانو ، بلکې د سيمې د علماوو او اوقافو رياستونو ګڼې ستونزې هوارې شي.

د يادونې  ده ، چې له يوه کال راهيسې د جلال اباد ښار په پنځه ويشت جريبه ځمکه کې د حج کمپ چارې هم پيل شوي، چې د حاجيانو د روزنې لپاره به پکې د حج د سپېڅلو ځايونو موډلونه هم کېښودل شي.