منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۹ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۰:۲۰ غ.م
۱۵° — په ټولو ولایتونو کې هوا
ورېځ · ↑۱۹° ↓۸°
د هوا کیفیت: منځنی

د بلخ خبريالانو خبري معلوماتو ته پر نه لاسرسي اندېښنه څرګنده کړه

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۰۸ کتنې

مزارشريف (پژواك ٦ وږى ۹۱): د بلخ ولايت خبريالان وايي، چې په دغه ولايت كې لا هم خبري معلوماتو ته په پوره توګه لاسرسى نه لري، خو حکومت دا ادعا ردوي.

دغه څرګندونې د وږي په ۶مه په مزارشريف ښار كې د ((د افغانستان د خبريالانو ټولنه)) په نامه د جوړې شوې ټولنې په عمومي ناسته كې خبريالانو وكړې.

د دغې ټولنې مشر سمېع الله غوښتون پژواك خبري اژانس ته وويل، چې كه څه هم د تېرو څو كلونو په ترڅ كې په شمال كې د بيان ازادۍ پرمختګ كړى، خو لا هم ستونزې شته دي.

نوموړي زياته كړه، چې دغه ازادي يوازې د هر اړخيزو رسنيو د شمېر په زياتوالي پورې تړلې ده، خو خبريال لا هم خبري معلومات په سمه توګه نه شي ترلاسه كولى.

د هغه په وينا، كه چېرې حالات همداسې پر مخ ولاړ شي؛ نو لرې نه ده، چې په دغه ولايت كې رسنيز فعاليتونه له خورا ستونزو سره مخ شي.

د يادې ټولنې مرستيال او د روز خبري اژانس خبريال عارف موسوي وويل، چې ډېرى وخت د اړوندو چارواكو له خوا د كره معلوماتو د نه وركولو له امله ځينې پېښې د خبري پوښښ له ځنډ سره مخ كېږي، چې خبري ازرښت له لاسه وركوي.

نوموړي زياته كړه، چې عموماً له خبريالانو سره هغه مواد شرېكېږي، چې چارواكي يې وغواړي.

د هغه په وينا، كه چېرې يو خبريال د ټولنې په ګټه په كوم تحقيقي يا تحليلي راپور باندې د كار كولو تابيا ونيسي؛ نو له وړې، وړې موضوعګانې ترې هم ډېر وخت نيسي.

د افغانستان د خبريالانو د ټولنې په دې ناسته كې چې د ټولنې د رهبرۍ د كمېټې سربېره په كې د دغه ولايت لسګونو خبريالانو ونډه لرله، د خبريالانو د ستونزو د حل په موخه د ټولنې د چارو د لا سمون په اړه خبرې وشوې.

د خبريالانو د كور وياند او د پژواك خبري اژانس خبريال ذبيح الله احساس وويل، چې د يادې ټولنې د جوړېدو لومړۍ موخه همدا ده، چې په دغه ولايت كې د خبريالانو ستونزې حل كړي.

نوموړي په مزارشريف كې د بيان د ازادۍ تر سيوري لاندې د خبريالانو د ستونزو پخلى وكړ.

د هغه په وينا، دوى هڅه كوي، چې په ټوليزه توګه د ټولنې د چارو له لارې په دغه ولايت كې د خبريالانو د ستونزو د حل په موخه لازم ګامونه واخلي.

خو د دغه ولايت د اطلاعاتو او کلتور رييس صالح محمد خليق د خبريالانو ادعاوې ردوي او زياتوي چې ټولې دولتي ادارې له خبريالانو سره معلومات شريکوي.

هغه پژواک ته وويل، چې دوه اوونۍ مخکې يې ولايت مقام ته مکتوب لېږلى، څو ټولې دولتي ادارې اړې کړي چې د معلوماتو له شريکولو دې ډډه نه کوي.

نوموړي له خبريالانو وغوښتل، دا ډول ادارې دې مشخصي کړي، چې له دوى سره همکاري نه کوي، څو پر وړاندې يې اقدامات وشي.

د يادونې ده، چې له تېر يو كال څخه په بلخ ولايت كې د ((خبريالانو كور)) په نوم ټولنه جوړه شوې، چې له تېرې يوې مياشتې يې د ((افغانستان د خبريالانو ټولنې)) په نامه د دولت رسمي جواز هم ترلاسه كړى دى.