جلال اباد (پژواک ٧ وږى ٩١): د ننګرهار په کامې ولسوالۍ کې د لومړنۍ محکمې ودانۍ ګټې اخيستې ته وسپارل شوه.
د ننګرهار د استيناف محکمې رييس فضل هادي فاضل د وږي په ٧مه د دې ودانۍ د پرانيستلو پر مهال پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ياده ودانۍ په ١٥ بيسوې ځمکه کې د درېيو مياشتو په موده کې جوړه شوې ده.
هغه زياته کړه، چې دغه ودانۍ د ملګرو ملتونو د پرمختيايي ادارې (UNDP) په مالي مرسته د ١١١ زره امريکايي ډالرو په لګښت جوړه شوې، چې اته بېلابېلې خونې لري.
نوموړي وويل، د دغې ودانۍ په جوړېدو سره د يادې ولسوالۍ ټولې ستونزې هوارې شوې دي.
د استيناف رييس وويل، د دې ولسوالۍ پخوانۍ ودانۍ ډېره بې کيفيته وه او د سترې محکمې په هلو ځلو ورته نوې ودانۍ جوړه شوه.
فضل هادي زياتوي، چې د دغه ولايت په ولسواليو کې ډېرې محکمې ودانۍ لري، خو په هغو ولسواليو کې چې ودانۍ نه لري، هڅې يې پيل کړې دي، څو ورته ځمکه پيدا او ودانۍ ورته جوړې کړي.
بايد وويل شي چې د دې ولسوالۍ پخوانۍ ودانۍ د استوګنې وړ نه وه او ان تر دې چې په بارانونو کې به شته اسناد د خرابېدو له ګواښ سره مخه وو.










