کابل (پژواک ٧ وږى ٩١): د اطلاعاتو او کولتور وزير د بلخ ولايت په مرکز (مزار )کې د ايراني ډيپلوماتانو په نوم د کوڅې نومول د وزارت له پرېکړې خلاف کړنه وبلله او ويې ويل، چې په پرديو ژبو د ليکل شويو لوحو مخه به ونيسي.
د اطلاعاتو او کولتور وزير سيد مخدوم رهين نن د ولسي جرګې د ديني او فرهنګي چارو کمېسيون ته غوښتل شوى و، ترڅو د بلخ په مرکز مزار کې د ايراني ډيپلوماتونو په نوم د کوڅې د نومولو، د هېواد په ښارونو کې په انګليسي او نورو پرديو ژبو د لوحو د ليکلو او په رسنيو کې د پرديو مصطلحاتو د کارونې په تړاو د دغه وزارت د کړنو په اړه معلومات ورکړي.
شاوخوا ١٥ ورځې وړاندې د بلخ ولايت په اداري مجلس كې پرېکړه وشوه، هغه کوڅه، چې يو وخت په كې د ايران قونسلګري وه او د طالبانو د واکمنۍ پر مهال په كې اووه ايراني ډيپلوماتان ووژل شول، د همدغو ډيپلوماتانو په نوم ونومول شي.
د ولسي جرګې د ديني او فرهنګي چارو د کمېسيون غړيو په دې اړه نيوکې کولې او ويل يې چې دغه جاده د ابو مسلم خراساني په نوم يادېده او بايد د ايراني ډيپلوماتانو په نوم نه واى نومول شوې.
رهين وويل، چې د ايراني ډيپلوماتو په نوم د دغه کوڅه د نومولو په اړه وزارت ته هېڅ ډول معلومات نه دي ورکړل شوي او دى په دې اړه معلومات نه لري.
هغه زياته کړه، چې د دې موضوع د څېړنې په موخه مزارشريف ښار ته سفر کوي او تر څېړنې وروسته به موضوع د پرېکړې لپاره له ملي شورا سره شريکه کړي.
د اطلاعاتو او کولتور وزير زياته کړه، چې په خپل سر د سړکونو او جادو نومول د دغه وزارت د پرېکړې خلاف عمل دى.
د ده په وينا، دغه وزارت پرېکړه کړې چې واټونه او کوڅې د والي او ولايتي شورا پر وړانديز او د وزارت په منظورۍ د چا پر نوم نومول کېداى شي.
د ولسي جرګې د ديني او فرهنګي چارو د کمېسيون رييس کمال ناصر اصولي له وزير څخه غوښتنه وکړه، چې ووايي، ياده کوڅه د قانون او د وزارت د پرېکړې خلاف د ايراني ډيپلوماتانو په نوم نومول شوې ده.
خو رهين وويل: ((د قانون خلاف ورته نه شو ويلاى، خو زموږ د پرېکړې خلاف دى.))
اصولي وايي، چې پاکستان او ايران په تېرو درېيو لسيزو کې پر افغانستان د سياسي يرغل ترڅنګ فرهنګي يرغل هم کړى دى.
هغه تور پورې کړ، چې د يادو دواړو هېوادونو سفارتونه په هېواد کې د قومونو ترمنځ د نفاق اچولو هڅې کوي.
اصولي زياته کړه: ((د نفاق پيدا کولو په موخه د ايران او پاکستان سفارتونه د ازبک، تاجک، پښتون او هزاره په نومونو وېزې ورکوي او خلک خارج ته استوي.))
هغه په دولت غږ وکړ، چې د پرديو د فرهنګي او نورو يرغلونو مخه ونيسي.
د ولسي جرګې غړيو دا نيوکه هم کوله چې په هېواد کې د ډېرو هټيو، مارکېټونو او نورو ځايونو لوحې په انګليسي او نورو پرديو ژبو ليکل شوي او وزارت يې په مخنيوي کې پاتې راغلى دى.
د اطلاعاتو او کولتور وزير وويل، دوى هم اندېښنه لري چې د هېواد په ښارونو کې په انګليسي ژبه لوحې ليکل شوې دي.
د ده په وينا، که انګليسي ژبه په هېواد کې ډېره مروجه شي، نو کېداى شي چې له پښتو او دري ژبو سره ګډه شي او يو ډول فرهنګي ګډوډي رامنځته کړي.
ده وويل، د اطلاعاتو اوکولتور وزارت له ټولو هغو کسانو چې د خپلو هټيو او نورو سوداګريزو مرکزونو لوحې يې په پرديو ژبو ليکلي، غواړي چې د يوې مياشتې په موده کې دغه لوحې ملي ژبو ته واړوي.
هغه وايي، چې ولسمشر هم په دې برخه کې يو فرمان صادر کړى، ترڅو د اطلاعاتو او کولتور وزارت يې په اړه جدي اقدمات وکړي.
رهين زياتوي: ((موږ پوليس او يا کوم بل زور نه لرو او دغه هټۍ او مارکېټونه، چې لوحې يې په انګليسي دي څارنوالۍ ته يې هم نه معرفي کوو، خو لوحې يې پاکوو.))
دغه راز وزير، د رسنيو له خوا د پرديو مصطلحاتو د کارونې په اړه وويل: ((په دې برخه کې موږ هم له رسنيو سره ډېرې ستونزې لرو، خو موږ يواځې دوى ته نصحيت کولاى شو او بس.))
وزير ټينګار کاوه، چې رسنۍ بايد تر وروستي بريده هڅې وکړي، چې په خپلو پروګرامونو کې د پرديو مصطلحاتو له کارونې ډډه وکړي.
دغه راز د ده په وينا، رسنۍ بايد هڅه وکړي چې خپلې ملي لهجې هم وساتي ترڅو له هرې کلمې څخه سمه معنى واخيستل شي.
هغه زياته کړه: “ځينې ټلويزيونونه رسمي لهجې نه کاروي، “پينجا” ته “پنجا” وايي، چې عالم معلوم شي او ځينې وخت د ايران غلطې کلمې هم کاروي.”
خو په ولسي جرګه کې د کابل استازي شريف الله کامه وال په وزير نيوکه وکړه، چې د يادو موضوعاتو په اړه يې لازم اقدامات نه دي کړي.
د ده په وينا، ځينې تصويري رسنۍ د اسلام او افغاني فرهنګ خلاف خپرونې کوي او بايد د اطلاعاتو او کولتور وزارت يې مخه ونيسي.
کامه وال د اطلاعاتو او فرهنګ وزير ته خبردارى ورکړ او ويې ويل: ((که ته د پرديو د تهاجم او په رسنيو کې د سمون په خاطر تصميم ونه نيسې، نو بيا موږ مجبور يو، چې ستا په اړه تصميم ونيسو.))
د ولسي جرګې د ديني او فرهنګي چارو کمېسيون رييس کمال ناصر اصولي د غونډې په پاى کې د اطلاعاتو او فرهنګ د وزير څرګندونې د قناعت وړ ونه بللې.
هغه وويل، چې د اطلاعاتو او کولتور وزارت بايد د يادو موضوعاتو په اړه جدي اقدمات وکړي او خپل راپور ياد کمېسيون ته وړاندې کړي.










