منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۳۰ غ.و
۱۶° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

د کندهار د امنيه قوماندان په ملاتړ احتجاجي غونډه وشوه

· ۴ دقیقې لوستل · ۸۶ کتنې

کندهار (پژواک ٨ وږى ٩١): د کندهار ښار او د يو شمېر ولسواليو سلګونو تنو د دغه ولايت پر امنيه قوماندان د شوي ځانمرګي بريد په غبرګون کې احتجاجي غونډه وکړه.

 د کندهار پر امنيه قوماندان جنرال عبدالرازق وړمه شپه د موټربم ځانمرګى بريد وشو، چې د هغه د ټپي کېدو ترڅنګ په کې ٤ ملکي وګړي ووژل شول او د ښځو او ماشومانو په ګډون په کې ٢٠ تنه ټپيان وو.

 جنرال عبدالرازق دا مهال د کندهار په هوايي ډګر کې تر درملنې لاندې دى، چې د چارواکو په وينا په څو ورځو کې به يې روغتيا ښه او له روغتون څخه به رخصت شي.

 نن د وږي په اتمه د همدغه بريد په غبرګون کې د يو شمېر سرحدي ولسواليو سپين بولدک، ارغستان، تخته پُل، کندهار ښار سلګونه اوسېدونکو د احتجاج په توګه له سپين بولدک څخه د کندهار ښار تر احمد شاهي لوبغالي پورې د موټر په واسطه ١٢٠ کيلومتره لاره ووهله او همدلته راغونډ شول.

 د غونډې برخه والو په ډېره احساساتي توګه د جنرال عبدالرازق د روغتيا دعا کوله، د پاکستان او ايران هېوادونو پر ضد يې شعارونه ورکول.

 برخه والو په يوه خوله ويل، چې په دې پېښه کې د پاکستان استخباراتي کړۍ لاس لري او په کومه شپه چې پر جنرال عبدالرازق خونړۍ چاودنه وشوه، نو په کوېټه کې طالب مشرانو او قوماندانانو يو بل ته د مبارکيو پيغامونه لېږل.

 د دې احتجاجي غونډې په پيل کې د ولايتي شورا مرستيال حاجي رحمت الله خان خبرې وکړې، د غونډې له برخه والو يې د زغم غوښتنه وکړه او ويې ويل، چې امنيه قوماندان روغ رمټ دى.

 هغه وويل: ((زه او د جنرال عبدالرازق ورور له هغه سره په اړيکه کې يو، په دې چاودنه کې د قوماندان يو لاس او مخ د اور لمبې وهلى او نور ورته هېڅ راز زيان نه دى اوښتى.))

 نوموړي دا د اسلام او هېواد د دښمنانو کار وباله او ويې ويل، چې جنرال عبدالرازق د خپلې ښې وړتيا او زړه سواندۍ له مخې په ولس کې ښه نوم ګټلى، خلکو ته يې امنيت راوستى، غله داړه مار او ورانکاري يې ورک کړي، نو ځکه د دښمنانو د سترګو اغزى دى.

 د سپين بولدک ولسوالۍ اوسېدونکي او د ولايتي شورا بل غړي حاجي فدا محمدخان هم احساساتي وينا وکړه او ويې ويل، چې پاکستان او ايران هېواد او خلک پر ارامه نه پرېږدي.

 خو هغه زياته کړه: ((که بهرنۍ کړۍ په زرګونو ځانمرګي بريدونه راته کوي، زموږ مشران وژني او زموږ د سر سړي له منځه وړي، بيا هم دا هېواد زموږ دى او موږ د دغه هېواد يو او په خپلو وينو به يې ساتنه کوو.))

 هغه خلکو ته ډاډ ورکړ، چې له لاريون څخه لاس واخلي او جنرال عبدالرازق روغ رمټ دى او ډېر ژر به بېرته خپلې دندې ته راستون شي.

 د محب الله خان په نوم يوه بل قومي مشر وويل، چې پر جنرال عبدالرازق دا څوارلسم بريد دى، خو هر ځل د خلکو د دعاوو په برکت ترې روغ وتلى دى.

 هغه زياته کړه: ((جنرال عبدالرازق د دغه هېواد رښتينى سرتېرى دى، هغه د ورانکارو، غلو او نور مجرمانو د کړنو مخه نيولې، له خلکو سره يې د ستونزو پر مهال مرستې کړې، نو ځکه يې د ولس تر منځ ښه نوم پيدا کړى دى.))

 برخه والو د غونډې په پاى کې ملي اتڼونه وکړل او په دې يې خوښي څرګندوله، چې دکندهار امنيه قوماندان له چاودنې روغ وتلى او د هغه روغتيا ښه ده.

 شپږ ويشت کلن جنرال عبدالرازق له تېرو لسو کلونو را په دېخوا يوازېنى نظامي قوماندان دى، چې په ګومارل کېدو يې په کندهار کې امنيت په نسبي توګه ښه شوى دى.

 نوموړي له تېرو دوو کلونو را په دېخوا د همکارۍ په عملياتو کې چې له کندهار ښار او د ارغنداب له سيمو څخه پيل او بيا تر ژېړۍ، پنجوايي، ميوند، ميانشين، غورک او يو شمېر نورو پورې و غځېدل، مهم رول ادا کړ.

 له همدې امله جنرال عبدالرازق د کندهار د پخواني قوماندان جنرال خان محمد تر وژل کېدو وروسته د دغه ولايت د امنيه قوماندان په توګه وټاکل شو، په داسې حال کې چې هغه د سرحدي پوليسو د درېيم زون د درستيزوال په توګه هم دنده پر مخ وړي.