لښكرګاه (پژواك، ۱۱ وږى ۹۱ ) : د هلمند په مركز لښكرګاه ښاركې يو لوى جومات جوړ او د وږي په ١١مه، ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.
د هلمند والي محمدګلاب منګل ددې جومات د پرانېستلو پر مهال خبريالانو ته وويل، چې ياد جومات د لښکرګاه كارته لګان په سيمه كې په ۳۲ جريبه ځمكه كې د يونيم ميليون ډالرو په لګښت جوړى شوى دى.
هغه زياته کړه ،چې ياد لګښت د متحده عربي اماراتو لخوا وركړل شوى او د جوړېدو چارې يې په دوو کلونو کې بشپړې شوې دي.
د نوموړي په وينا، په دې جومات کې په يوه وخت اووه زره لمونځ كوونكي ځاييږي او د باندې ساحه کې يې هم زرګونه کسان ځاييداى شي .
ګلاب منګل وويل ،چې د جومات د ودانۍ چارې ټولې بشپړي شوې دي او تر دې وروسته به د اخترونو او د جمعې د لمانځه ترڅنګ هره ورځ د ښار خلك دلمانځه لپاره ترې ګټه اخلي.
والي زياته كړه ، چې په راتلونکي يوه کال کې به ددې جومات په شاوخوا کې پارکونه، داوبو زېرمې او ګلدانونه هم ورغول شوي ، چې درې سوه زره امريکايي ډالر به پرې لګښت راشي.
نوموړي وويل، چې له دې پيسو څخه به يې يوه برخه د هبيتات موسسې او نور به يې ملي سوداګر، دولتي مامورين او عام خلک ورکوي.
د لښكرګاه ښاروال محمد فاضل صافي پژواك اژانس ته وويل، چې د يادو جومات ټوله ځمكه ۳۲ جريبه ده ، چې د ملا امام كور او د تشنابونو چارې يې هم په مخكنۍ پروژه كې بشپړې شوې دي.
هغه زياته کړه ،چې له نوي جوړېدونكې پارك څخه د لمونځ كوونكو ترڅنګ به د ښارخلك د تفريح لپاره هم كار واخلي .
د يادې سيمې يوه اوسېدونکي غلام نبي له چارواكو څخه مننه وكړه ،چې د ښار په منځ كې يې دومره لوى جومات جوړ كړ او زياته يې كړه ،چې تردې مخکې د اخترو او دجمعې دلمانځه لپاره په ښار کې مناسب ځاى نه و.