شبرغان (پژواک ١٣ وږى ٩١): سيمه ييز چارواکي وايي، چې پنځه لرغوني دېګونه، چې د خلکو له خوا په جوزجان ولايت کې د جنرال دوستم مېلمستون ته ورکړل شوي، بايد دولت ته وسپارل شي.
خو د ملي جنبش د مشر جنرال عبدالرشيد دوستم فرهنګي مسؤول وايي، چې دوى دغه اثار په امانت ډول ساتلي او د اطلاعاتو او کولتور وزارت پلاوي ته منتظر دي، چې د ساتلو د ځاى په اړه يې پرېکړه وکړي.
سيد عزيزالله، چې د قبر کيندلو سابقه لري، وايي، چې پنځه ورځې مخکې د جوزجان ولايت د شبرغان په يکه چنار کلي کې د ملي اردو يوه سرتېري ته د قبر په کيندلو بوخت وو، چې لومړى په يو نيم متر ژوروالي کې يو دېګى او وروسته څلور نور دېګي ترلاسه شول.
هغه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغو دېګونو طلايي رنګ درلود او له فلز څخه جوړ شوي وو. هر دېګ کوچنۍ خوله، راوتلې تنه او دوه لاستي درلودل. په يوه دېګي کې خاکي رنګه مواد هم وو، چې هغوى د پيدا کولو په وخت کې ايسته وغورځول.
عزيز الله زياته کړه، چې دېګي په خاورو ککړ وو او وخت په لاس ورنغى چې پاک يې کړي، څو پوه شي، چې څه ځانګړنې يې درلودې.
هغه زياته کړه، چې دېګي يې له خپلو څلورو همکارانو سره کور ته يوړل، خو نيمه شپه قريه دار امير محمد او د کلي د پراختيايي شورا رييس له څو تنو نورو سره د هغوى کور ته راغلل، دېګي يې واخيستل او ويې ويل، چې هغه جنرال دوستم “د ملي اسلامي جنبش پخوانى مشر” ته وړي.
سرچينې وويل: “زه نه پوهېدم، چې دا دېګونه د ملت مال دى او بايد دولت ته وسپارل شي، وخت هم په لاس رانغى، چې پوليسو ته خبر ورکړم.”
خو قريه دار اميرمحمد وايي، چې د کلي د پراختيايي شورا رييس هغه ته وويل، چې دېګي يې جنرال دوستم ته وړي، هماغه وو، چې هغه يې په شبرغان ښار کې د هغه کور ته، چې د ملت کور په نامه يادېږي، يوړل.
د يکه چنار د کلي د پراختيايي شورا رييس، چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي، په دې اړه ، چې ولې يې دا لرغوني اثار دولت ته ونه سپارل؟ وويل: “موږ د سيمې د سپين ږيرو په مشوره پرېکړه وکړه، چې جنرال دوستم زموږ مشر دى، له همدې امله مو دېګي د هغه کور ته يوړل.”
د جوزجان د امنيه قوماندانۍ د جنايي جرمونو د کشف امر سمونوال عبداللطيف وايي، چې دوى نن د پراختيايي شورا رييس او قريه دار جلب کړي دي، چې امنيه قوماندانۍ ته حاضر شي او د دېګو د سپارلو په اړه توضيحات ورکړي.
سرچينې زياته کړه، چې دغه اثار تر اوسه د دوى لاس ته نه دي ورغلي، کله يې چې ترلاسه کړل، لرغونتوب به يې د اطلاعاتو او کولتور رياست سره په تفاهم کې په ډاګه شي، چې څه ځانګړنې لري او د کومې دورې اړوند دي.
د جوزجان د ملي امنيت يوې سرچينې وويل، چې دوى تر اوسه په دې اړه خبر نه وو، خو که داسې کوم کار شوى وي، په اړه يې څېړنې کوي او د پايلو په اړه به يې وروسته معلومات ورکړي.
د جوزجان د والي مرستيال فقيرمحمد جوزجاني وايي، موږ خپل پيغام د ولايتي شورا د رييس عبدالحى حيات له لارې، چې له جنرال دوستم (د ملي جبهې غړى) سره نږدې اړيکې لري، استولى دى، څو دېګي دولت ته وسپارل شي.
خو د جنرال دوستم فرهنګي سلاکار عنايت الله بابر فرهمند پژواک ته وويل، چې په شبرغان ښار کې د ملي جنبش مېلمستون ته څلور دېګي راوړل شوي او هغوى د اطلاعاتو او کولتور وزارت فرهنګي معينيت ته خبر ورکړى دى، څو جوزجان ته پلاوى را واستوي او د دې لرغونو اثارو د ساتلو د ځاى په اړه پرېکړه وکړي.
هغه وويل، چې دغه دېګي په مېلمستون کې نندارې ته اېښودل شوي او خلک يې ليدنه کوي او وروسته له دې چې ډول او لرغونتوب يې د وزارت د پلاوي له خوا تثبيت شو، ملي موزيم ته به وسپارل شي.
فرهمند زياته کړه، چې دوى پلاوي ته منتظر دي، څو ژر تر ژره جوزجان ته ولاړ شي او دغه دېګي ترلاسه کړي.
سرچينې وويل، چې په جوزجان کې د کوشانيانو له دورې څخه د طلاتپې لرغونې سيمه هم موجود ده، چې پخوا ترېنه د مېرمنو د ګاڼو په ګډون ٢١ پارچې سره زر، تورې او د هغې قبضه او د هوسۍ مجسمه هم ترلاسه شوي دي.
فرهمند وويل: “جنرال دوستم تل هڅه کړې ده، څو دارنګه اثار، چې د هېواد د وياړونو يوه برخه ده، دولت ته وسپارل شي.
د يادونې ده، چې څلور کاله مخکې د ملي امنيت رياست د څراغ دانۍ او کوچنيو فلزي لوښو په ګډون اووه لرغوني اثار، چې د جوزجان په فيض آباد ولسوالۍ کې په خپل سري ډول کيندل شوي وو او قاچاق کېدل، ترلاسه کړل او په تړاو يې درې تنه ونيول.










