منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۳۱ غ.و
۱۶° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

شنونکي: جلال اباد ته راوړونکي پاکستانۍ ورځپاڼې د ملي ګټو پر ضد خپرونې کوي

· ۶ دقیقې لوستل · ۱۱۸ کتنې

جلال اباد (پژواک ١٣ وږى ٩١): يو شمېر کارپوهان ننګرهار ولايت ته د پاکستانۍ ورځپاڼو پر راوړلو نيوکه کوي او زياتوي، چې دغه ورځپاڼې د افغانستان د ملي ګټو پر ضد خپرونې کوي.

له تېرو څو کلونو راهيسې ګڼ شمېر پاکستانۍ ورځپاڼۍ او مجلې چې په پښتو او اردو ژبو خپرونې لري، ختيځو ولايتونو او په ځانګړې توګه ننګرهار ولايت ته راوړل کېږي او ښه بازار هم لري.

په دې ورځپاڼو کې ډېرى مهال د افغانستان ملي ګټو، حکومت، ملي ځواکونو او په هېواد کې د مېشتو بهرنيو ځواکونو پر ضد خپرونې کېږي.

دغه راز د افغانستان د دولت د وسلوالې مخالفې ډلې (حزب اسلامي) اړوند رسمي ورځپاڼه ((شهادت)) هم په ازاده توګه په جلال اباد ښار کې خرڅېږي چې په کې د دولت او ملي ځواکونو پر ضد قوي پروپاګند خپرېږي.

د پېښور چاپ د اوصاف اردو ژبې ورځپاڼې د وړمې ورځې په لومړي مخ کې يو خبر خپور شوى، چې پنځلس سوه پاکستاني چترالي ځوانان د افغان ملي اردو په ليکو کې دندې ترسره کوي.

دا په داسې حال کې چې څو څو ځلې د افغانستان د ملي دفاع وزارت دا ډول ادعاوې رد کړې دي.

په دغو ورځپاڼو کې د افغان ملي ځواکونو تلفاتو ته د ((هلاک يا وژل کېدو)) الفاظ ليکي، خو خپلو پاکستاني سرتېرو ته بيا شهيدان ليکي، دغه راز دوى پاکستاني طالبانو ته د ((سخت دريځ)) الفاظ کاروي، خو کله چې ادعا کوي چې افغان طالبانو د دوى پر خاورې بريد کړى، بيا ورته د ((ترهګر)) لفظ کاروي.

د چارو شنونکي ليکوال او ژورنالېست محمدنعمان دوست پژواک اژانس ته وويل، چې د رسنيو د قانون له مخې بايد په هغو رسنيو کلک بنديز ولګول شي، چې د ولسونو ذهنيتونه ګډوډوي.

هغه زياته کړه، پاکستان پوهېږي، چې په ختيځه سيمه کې د يوې کاميابې ورځپاڼې د نه شتون له امله کولى شي د خپلو افکارو لېږدونې په موخه سيمې ته خپلې ورځپاڼې واستوي.

نوموړي وويل، د ختيځې سيمې ليکوال او ژورنالېستان مسووليت لري، چې په سيمه کې يوه کاميابه ورځپاڼه رامنځ کړي، څو د پاکستانۍ ورځپاڼو مخه ونيسي.

دوست د بېلګې په ډول وويل، سره له دې چې د ختيځې سيمې FM راډيوګانې معياري خپرونې نه لري، بيا يې هم په ولسونو کې دومره ځاى پيدا کړى، چې څوک د پېښور راډيو نه اوري.

هغه پر اطلاعاتو فرهنګ وزارت او امنيتي ارګانونو نيوکه وکړه، چې د دغو ورځپاڼو په مخنيوي کې پاتې راغلي دي.

د ننګرهار پوهنتون د حقوقو پوهنځي استاد منګل شېرزاد وايي، چې د اطلاعاتو فرهنګ وزارت فعال او متحرک نه دى.

د نوموړي په وينا، که دغه وزارت فعال واى بايد د هغو خپرونو ځواب يې د ليکوالانو د ليکنو په واسطه هره ورځ له رسنيو ورکولى، چې د افغانستان د سياسي نظام پر ضد خپرېږي.

شېرزاد وويل، چې د افغانستان د رسنيو په قانون کې خلاء موجوده ده، د مطبوعاتو د ازادۍ په برخه کې يې نه ده واضح کړې، چې د خارجي رسنيو راوړل جواز لري او که نه.

نوموړي سپارښتنه وکړه، چې د سيمې اېف اېم راډيوګانې دې د ټنګ ټکور پر ځاى د دغو چاپي خپرونو د هرې ورځې د خپرو شوو ځوابي ليکنې خپرې کړي.

شېرزاد زياتوي، دا چې افغان دولت د پياوړو ورځپاڼو د نه شتون ستونزه لري، په کار نه ده، چې په ولس دې بهرنۍ خپرونې هم بندې کړي.

د ننګرهار پوهنتون استاد او په ختيځه سيمه کې د بي بي سي راډيو خبريال ببرک مياخېل له دولته غواړي، چې لږ تر لږه دې په هغو بهرنيو ورځپاڼو بنديز ولګوي، چې ملي امنيت ګواښي او عامه ذهنيتونه خرابوي.

مياخېل د کلتور وزارت ملامت کړ، چې لا تر اوسه د بهرنيو چاپي خپرونو په اړه داسې لايحه نه لري، چې جوته کړي بهرنۍ رسنۍ دې يواځې تر دفترونو محدودې شي او که د خلکو تر کورونو دې ورسېږي.

نوموړي له کلتور وزارته وپوښتل، چې که وغواړي هېواد يې انيس ورځپاڼه د پاکستان مارکېټ ته وړاندې کړي، وسه به يې ورسيږي؟

د مياخېل په وينا، که د ختيځې سيمې په کچه يوه پياوړې ورځپاڼه رامنځ ته شي ښايي خلک پرديو ورځپاڼو ته شا کړي او په خپلو ملي ژبو خپره شوې ورځپاڼه ولولي.

د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې زرګونه اردو ژبې پاکستانۍ ورځپاڼې پر داسې مهال خرڅېږي، چې ګڼ خبرونه يې د افغانستان له ملي ګټو سره په ټکر کې دي.

په دغو پاکستانيو ورځپاڼو کې هره ورځ پر افغان دولت بې بنسټه تورونه، د اردو په ليکو کې د پاکستانيانو شتون او د نا امنيو خبرونو ته هوا ورکول شامل وي.

د ننګرهار د اطلاعاتو او کولتور رييس اورنګ صميم بيا د خپل وزارت لارښوونې ته په تمه دى او وايي، چې هغوى ته يې مکتوب لېږلى دى.

هغه پژواک اژانس ته وويل: ((موږ وزارت ته مکتوب لېږلى، چې هر ډول هدايت وکړي عملي به يې کړو.))

د اطلاعاتو او کولتور رييس مني، چې په دغو ورځپاڼو کې دروغجن خبرونه او له ملي ګټو سره په ټکر کې مواد خپرېږي.

صميم د دغو اخبارونو د مخنيوي په اړه خپله بې وسي ژړوي او وايي، چې اختيار د ولاياتو سره نه دى، دوى يواځې دومره صلاحيت لري، چې د رسنيو د سرغړونې کمېسيون ته هغه رسنۍ ور وپېژني، چې د قانون خلاف مواد خپروي.

د نوموړي په وينا، دوه اونۍ وړاندې يوې پاکستانۍ ورځپاڼې د ننګرهار امنيه قوماندانۍ په اړه يو خبر په دروغو خپور کړى و، چې د دوى د فشار له امله يې په سبا بښنه وغوښته.

اورنګ صميم وويل، چې جلال اباد ښار ته راوړونکې لسګونه عنوانه زرګونه کاپۍ پاکستانۍ ورځپاڼې له دوى سره کوم رسمي جواز نه لري.

د جلال اباد ښار په تلاشۍ چوک کې د ورځپاڼو د پلورلو د غرفې مالک عزيز ګل پژواک اژانس ته وويل، چې ده ته هره ورځ له پېښوره د وحدت، خبرونه او جرګې په نومونو پښتو اخبارونو ترڅنګ ګڼ شمېر اردو ژبې پاکستانۍ ورځپاڼې راځي.

هغه: ((زه د اطلاعاتو کولتور له وزارته د اخبار پلورنې رسمي جواز لرم.))

د اخبار پلورنې غرفې ته ولاړ د جلال اباد ښار يوه اوسېدونکي احسان الله پژواک ته وويل: ((زه هره ورځ راځم اوصاف او وحدت پاکستانۍ ورځپاڼې اخلم.))

احسان الله وويل، د مجبوريت له مخې پاکستانۍ ورځپاڼې اخلم؛ ځکه دلته د زون په کچه هم يوه ورځپاڼه نشته.

د ننګرهار امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالله ستانکزي پژواک ته وويل، چې تر اوسه د پاکستانيو ورځپاڼو ستونزې ته نه دى ځير شوى.

هغه ومنله، چې دغه ورځپاڼې عامه ذهنيتونه د دولت پر وړاندې خرابوي.

نوموړي ژمنه وکړه، چې ډېر ژر به له کولتور رياست سره په ګډه د هغو ورځپاڼو د واردېدلو مخه ونيسي، چې له ملي ګټو سره په ټکر کې مواد خپروي او روانه جګړه توده ساتي.

 د ننګرهار د والي وياند احمدضيا عبدالزي پژواک ته وويل، چې هره رسنۍ بايد په جلال اباد ښار کې رسمي خبريال ولري او د خبرونو ترلاسه کولو پر مهال له چارواکو غږونه واخلي.

د هغه په وينا، د اطلاعاتو کولتور رياست موظف شوى، چې دغه ستونزه له خپل وزارت سره شريکه او قانوني حل ورته را وباسي.

د والي وياند وويل، چې که قانوني جواز يې نه درلود بيا به ولايتي اداره لازم اجراات وکړي.

د يادونې ده چې پاکستانيو ورځپاڼو په ننګرهار کې دومره نفوذ کړى، چې ځينې چارواکي د پيسو په بدل کې ورته خپلې مرکې ورکوي او د ټاکنو پر مهال ترې د تبليغاتي کمپاين کار اخلي.