منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۹ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۰:۴۲ غ.و
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۹° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی

په ميدان ښار کې د غازي کريم خان تالار پرانيستل شو

· ۲ دقیقې لوستل · ۹۵ کتنې

کابل (پژواک ١٥ وږى ٩١): د ميدان وردګو په مرکز ميدانښار کې د غازي محمدکريم خان د غونډو او کنفرانسونو تالار د وږي په ١٥مه ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.

د ميدان وردګو د والي وياند شاهدالله شاهد پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د دې پروژې د پرانيستلو په مراسمو کې والي محمد حليم فدايي، د سولې د عالي شورا غړي قاضي محمدامين وقاد، په ولسي جرګه کې د دغه ولايت استازي عبدالمجيدوردګ، ولايتي شورا غړو او قومي مشرانو برخه اخيستې وه.

هغه زياته کړه، چې د غازي کريم خان د غونډو تالار د سيمه ييزو ارګانونو په چوکاټ کې د ثبات د ټينګښت د ملي د پروګرامز له مخې په دوو کلونو کې د پنځلس نيم ميليون افغايو په لګښت په دوو پوړونو کې جوړ شوى دى.

د شاهد په وينا، په دې پروژه کې دوه د غونډو لوى تالارونه، خوړنځي، دفتري خونې، دملاقاتونو وړې خونې، تشنابونه او نورې اسانتياوې لري چې په اساسي او پاخه ډول په څه کم يو جريب ځمکه کې جوړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.

د دې پروژې د پرانيستلو په مراسمو کې والي محمدحليم فدايي د غازي کريم خان هغه مېړانه وستايله چې د انګرېزانو د تېري پرمهال یې له خپل هېواد څخه کړې وه.

هغه زياته کړه: ((د غازي کريم خان دا پر موږ حق جوړيږي چې دغه مهم تالار د ده په نوم ونوموو.))

فدايي له ملي پانګه والو لکه حاجي خان، محمدرفېع وردګ او انجنير حسيب الله کليمزي څخه مننه او ستاينه وکړه چې د دغه تالار په تجهيز کې يې ورسره د څوکيو، مېزونو او فرنيچرو مرسته کړې ده .

د سولې د عالي شورا غړي قاضي امين وقاد د ولايت د مقام له خوا دغه اخيستل شوى ګام وستايه او له نورو واليانو يې وغوښتل چې دغه تاريخي رسالت ته پام وګړي او خپلو نومونه د تاريخ کرښو ته وسپاري.