کابل (پژواک، ١٦ وږى ٩١): ولسمشر حامد کرزي په کابل کې د حاجي عبدالرحمن جامع جومات ته د کعبې شريفې د پوښ يوه برخه وسپارله.
د ولسمشرۍ له مطبوعاتي دفتر څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې حامد کرزي نن له غرمې مخکې د حاجي عبدالرحمن د جامع جومات امام مولوي عبدالسلام عابد ته د کعبې شريفې د پوښ يوه برخه وسپارله.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، د کعبې شريفې د پوښ دغه برخه د سعودي عربستان د پاچا او د حرمين شريفين د خادم ملک عبدالله له خوا حامد کرزي ته د هغه په وروستي سفر کې ورکړل شوې وه.
په تېرو کلونو کې هم د سعودي عربستان د حکومت له خوا دا ډول ډالۍ د افغانستان حکومت ته ورکړل شوې دي، چې بيا د ولسمشر له خوا په مزار کې د روضې مبارکې، د کندهار خرقې شريفې، دکابل شاه دوشمشېره ولي او پُل خشتي او هرات جامع جوماتونو ته سپارل شوې دي.
د حاجي عبدالرحمن جامع جومات د کابل ښار په ده افغانانو کې د روان کال د چنګاښ په ٢٣مه، د ولسمشر حامد کرزي له خوا پرانيستل شو.
دغه جومات پر شاوخوا ٧ جريبه ځمکه په درېيو پوړونو کې جوړ شوى، چې په يو وخت کې د شاوخوا ١٠ زره لمونځ کوونکو د ځايېدو وړتيا لري.









