کابل (پژواک،١٧وږى٩١): د شهيد د اونۍ د مراسمو دترسره کولو کمېسيون له خلکو غوښتى،چې په دغې اونۍ کې دې له غيرضروري تګ راتګ او په موټرو د بيرغونو له ځړولو څخه دې ځان وساتي.
دغه مطلب په هغه خبرپاڼه کې راغلى، چې د شهيد اونۍ دمراسمو د ترسره کولو د کمېسيون لخوا د وږي په ١٧مه پژواک خبري اژانس ته راستول شوې ده.
ټاکل شوې ده ،چې د شهيد اونۍ د شنبى په ورځ (دوږي په ١٨مه) پيل شي، دغه ورځ د پخواني جهادي قوماندان احمدشاه مسعود د وژلو له ورځې سره برابره ده.
احمد شاه مسعود په ١٣٨٠ د وږي په ١٨مه سهار مهال د تخار ولايت په خواجه بهاو الدين سيمه کې په يوه ځانمرګي بريد کې د دوو تنو بهرنيانو لخوا ووژل شو او بيا ورته د حامدکرزي د واکمنۍ پرمهال په لومړۍ لويه جرګه کې د ملي قهرمان لقب ورکړل شو.
په خبرپاڼه کې ويل شوي، ګرانو هيوادوالو!
په هيواد کې د شيهد د اونۍ او د ملي قهرمان احمد شاه مسعود د يولسم تلين په رارسېدو سره ، له ټولو هېوادوالو څخه په احترام سره هيله کيږي ،چې له غير ضروري تګ راتګ او دغه راز د موټرو پر سر د بيرغونو له ځړولو څخه ، چې د ښاريانو د تکليف باعث ګرځي، ځان وساتي.
ياد کمېسيون له امنيتي ځواکونو او په ځانګړې توګه له ملي پوليسو غوښتي، چې په دغه اونۍ کې دې د ټولو هغو کړنو مخنيوى وکړي، چې د هېوادوالو د تکليف ، ځورونې او عامه نظم د ګډوډولو لامل ګرځي.
د يادو مراسمو د ترسره کېدو په موخه په کابل ښار کې سر له نن ورځې څخه سخت امنيتي تدابير نيول شوي دي.










