کابل (پژواک، ١٨ وږى ٩١): د مقاومت پر منار د ولسمشر د لومړي مرستيال او دولتي چارواکو له خوا د ګُلو ګېډۍ په اېښودو سره د شهدانو اوونۍ او د احمدشاه مسعود د مړينې يوولسمه کاليزه ونمانځل شوه.
د ګلونو د ګېډې د اېښودو مراسم نن (د وږي ١٨مه) د ولسمشر د لومړي مرستيال مارشال محمد قسيم فهيم له خوا په داسې حال کې چې د ملي دفاع وزارت سرپرست عنايت الله نظري، د ولسي جرګې رييس عبدالرووف ابراهيمي او د مشرانو جرګې لومړى منشي محمدعلم ايزديار له خوا بدرګه کېده، د کابل د عامې روغتيا په څلورلارې کې د مقامت پر منار کېښودل شوه.
دغه مراسم، چې په هغو کې يو شمېر وزيرانو، د ملي شورا غړو او د سولې د عالي شورا رييس هم ګډون درلود، ملي سرود هم په داسې حال کې وغږول شو، چې د تشتريفاتو ګارد په منظمو ليکو کې ولاړ وو او ګډون کوونکو د شهيد اوونۍ په ياد د درناوي مراتب وړاندې کړل.
نن ورځ د شهيدانو اوونۍ او د احمدشاه مسعود د وژل کېدو د ورځې د ياد له امله عمومي رخصتي ده او دغه ورځ په رسمي او غير رسمي ډول نمانځل کېږي.
د ملي دفاع وزارت وايي، چې سږ کال هم د ولسمشر کرزي له خوا يو حکم صادر شو او د شهيدانو په ځانګړې توګه د هېواد د ملي اتل احمدشاه مسعود مقام ته د درناوي مراتبو د وړاندې کولو لپاره يو کمېسيون ته دنده وسپارل شوه.
د دغه کمېسيون مشري له نورو بنسټونو سره په همکارۍ کې د ملي دفاع وزارت پر غاړه ده او د احمدشاه مسعود بنسټ په همکارۍ يې ځانګړي پروګرامونه چمتو کړي دي.
د دفاع وزارت وياند جنرال ظاهر عظيمي په وينا، په دغو مراسمو کې عمومي محفل، د ګلو د ګېډۍ اېښودو مراسم، د کتاب او شعر شپه او د انځورونو نندارتون شامل دي.
د هغه په وينا، په پنجشېر ولايت کې د احمدشاه مسعود پر قبر هم کلک امنيتي تدابير نيول شوي او امنيتي ځواکونه د دې ورځې امنيت د ټينګښت لپاره په کابل، پروان او پنجشېر ولايتونو کې ګومارل شوي دي.
عظيمي وايي، چې په روانه اوونۍ کې د کورنيو چارو وزارت د معين په مشرۍ د امنيتي اورګانونو غونډه هم په همدې اړه جوړه شوه، چې په هغې د پروان او پنجشېر ولايتونو کې امنيه قوماندانانو او د امنيت رييسانو ونډه درلوده، چې د دې ورځې د نمانځلو لپاره کلک امنيتي تدابير نيول شوي دي.










