منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۴۴ غ.م
۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

په ميدان وردګو کې دوه ودانۍ ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې

· ۲ دقیقې لوستل · ۶۸ کتنې

ميدان ښار (پژواک ١٩ وږى ٩١): په ميدان وردګو ولايت کې د کانونو رياست او ميلمستون لپاره ودانۍ جوړې او د يو لړ مراسمو په ترڅ کې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.

د پرانیستې په دغو مراسمو کې چې نن (د وږي ١٩ مه) ترسره شول، د ميدان وردګو والي محمد حلیم فدایي، د ولایتي شورا غړو، قومي مشرانو او د دولتي ادارو یو شمېر ريیسانو برخه اخیستې وه.

د ميدان وردګو والي جوړې شوې غونډې ته وویل، چې په ميدان ښار کې اوس د ډېرۍ رياستونو او نورو دولتي ادارو لپاره ودانۍ جوړې شوي او لا هم کار پرې روان دى.

د هغه په وينا، د دولتي مامورينو د ظرفيتونو لوړول، د دوى له لومړيتوبونو څخه دي او د دغو ودانيو جوړول کولاى شي په دې برخه کې مرسته وکړي او ټولنې ته ښه خدمت وکړاى شي.

د ميدان وردګو د ولایتي شورا غړي محمدحضرت جانان بیا په خپلو خبرو کې په ولایت کې د بیارغونې او نورو برخو کې ترسره شوي کارونه وستایل او زیاته يې کړه، چې اوس په دغه ولايت کې۹۰ سلنه دولتي ودانۍ نوې جوړې شوې دي.

د ياد ولايت د کانونو رییس انجینر فضل الباري وويل، چې دغه ودانۍ په درې جریبه ځمکه کې، چې ۱۲ کاري خونې، دغونډو تالار، میلمستون، پخلنځي، احاطوي دیوال، د ګرمولو او یخولو مجهز سیستمونه او نورې ټولې اسانتیاوي لري، جوړې شوې دي.

د هغه په وينا، دغه ودانۍ د حکومت له بوديجې څخه د څه باندې لس میلیونو افغانیو په لګښت د امیر رهیاب ساختماني شرکت لخوا په شپږو میاشتو کې جوړې دي، چې له امله به يې ډېرۍ ستونزې ورسره هوارې شي.

د یادونې وړ ده، چې له دې مخکې د ميدان وردګو د کانونو رياست مامورينو په یو کرایي کور کې خپلې دندې پر مخ وړې.