لښكرګاه (پژواك ۲۲ وږى ۹۱): په هلمند كې ديني عالمانو د استاد سياف د څرګندونو ملاټر وكړ، چې د ځانمرګو د حرام والي په اړه يې څو ورځې وړاندې كړې وې.
د دعوت ګوند مشر او پخواني جهادي رهبر استاد عبدالرب رسول سياف د وږي په ١٨مه د دفاع د پخواني وزير او جهادي قوماندان احمدشاه مسعود د مړينې د يوولسمې کاليزې په مراسمو کې وينا وکړه.
ده ځانمرګى بريد ناروا عمل وباله او ويې ويل، چې هېڅ ديني عالم د دا ډول بريد رواوالى نه شي ثابتولى.
نوموړي زياته کړه، هغه کسان چې په ځمکه کې فساد خپروي او بې ګناه خلک وژني بايد ووژل شي.
په دې اړه نن (د وږي ٢٢مه) د هلمند په مرکز لښکرګاه کې د علماوو په رياست كې يوه غونډه جوړه شوې وه، چې شاوخوا پنځوس ديني عالمانو په کې ګډون كړى و.
په دې غونډه كې د هلمند د ناوې ولسوالۍ د جامع جومات خطيب مولوي عبدالحکيم وويل، چې د سيمې د هېوادونو د لاسوهنې له امله په افغانستان كې ظلم اوج ته رسېدلى، خو نړيواله ټولنه يې مخنيوى نه کوي.
نوموړي زياته كړه، چې ګاونډي هېوادونه په ښكاره لاسوهنه كوي، ماشومانو او بې سواده كسانو ته د ځانمرګو بريدونو روزنه په دې پلمه وركوي، چې د دغه كار په ترسره كولو سره به جنت ته ځي.
د هغه په وينا، د هلمند ديني عالمان د استاد سياف د هغو څرګندونو ملاټر كوي، چې څو ورځې وړاندې يې د ځانمرګو بريدونو د حرام والي په اړه كړې وې.
دغه خطيب وويل: ((هېڅ ملا نه شي كولاى، چې د يو كمزوري دليل له مخې هم د ځانمرګو جواز وړاندې كړي، يواځې ماشومان او بې سواده خلک د خپلو مادي ګټو او قدرت د لاس ته راوړلو لپاره کاروي.))
د نادعلي ولسوالۍ يوه ديني عالم مولوي زين الله په غونډه كې د خپلو خبرو پرمهال وويل، چې له قران او حديثونو پرته له ديني فتوا او محكمې، د انسان وژنه حرامه كړې او ځانمرګي بريدونو، خو په هېڅ شرعي دليل سره نه شي روا كېدى.
نوموړي په ټولو ديني عالمانو نيوكه وكړه، چې د وېرې او د پاكستان د ګواښونو له امله په ځانونو كې سمه اسلامي انګېزه نه شي پيدا كولى.
د هغه په وينا، استاد سياف هم دا پرېكړه ناوخته وكړه؛ ځكه قران كريم ۱۴ سوه كاله وړاندې حرام او حلال په ډاګه كړي دي.
نوموړي وويل، چې كه نړيوال رښتينې مرسته كوي، افغان پوځ ته دې درندې وسلې وركړي، د كونړ د بريدونه مخه دې ونيسي، خلكو ته دې كار پيدا كړي، خو دوى داسې نه كوي.
د اهل تشيع يوه ديني عالم شېخ تقي وويل، چې ټول ديني عالمان، قومي مشران، دولتي چارواکي په دې برخه كې مسووليت لري، تر څو خلكو ته پوهاوى وركړي، چې د پرديو تر اغېز لاندې رانه شي او د خپل دولت ملاتړ وكړي.
نوموړي زياته کړه، ټول هغه كسان چې د دولت مخالفينو ته ځاى وركوي، په كور كې يې پټوي، مجرم دي او دولت يې بايد مخه ونيسي.