کابل ( پژواک ٢٦وږى ٩١): د کابل د بېلابېلو پوهنتونونو سلګونو محصلينو د يوه سوله ييز لاريون په ترڅ کې د هغه فلم جوړول وغندل او عاملينو ته يې د سزا غوښتنه وکړه ، چې د اسلام د ستر پيغمبر سپکاوى په کې شوى دى .
په امريکا کې د سام باسيل په نوم د فلم جوړولو يوې کمپنۍ داسې فلم جوړ کړى، چې په کې د اسلام ستر پيغمبر حضرت محمد(ص) ته سپکاوى شوى دى .
دغه فلم بيا په امريکا کې د هغه کشيش لخوا خپور شوى، چا چې تېر کال د قران کريم د ځينو نسخو د سوځولو ناوړه هڅه کړې وه.
ددې فلم په غبرګون کې د کابل نننى لاريون ، چې د تعليم او تربيې ، پولي تکنيک ، تخنيک ثانوي او کابل پوهنتون شاوخوا زرو تنو محصلينو او ځينو استادانو په کې ګدون درلود، نن سهار له تعليم او تربيې پوهنتون څخه پيل شو او په شاوخوا لسو بجو د کابل پوهنتون مخې ته پاى ته ورسېد.
لاريون کوونکيو د امريکا متحده ايالتونو بيرغ او ددې هېواد د ولسمشر بارک اوباما تصوير ته اور ورته کړ.
ددې لاريون تنظيم کوونکيو هڅه کوله، چې لاريون کوونکي تاوتريخوالي ته مخه نه کړي او چا ته ستونزې جوړې نه کړي.
لاريون کوونکيو يو پرېکړه ليک صادر کړ او ويل يې ، چې د ياد شوي فلم جوړول او له دې فلم څخه د امريکا ملاتړ په کلکه غندي.
په پرېکړه ليک کې له ټول اسلامي امت څخه د ياد شوي فلم په اړه د جدي غبرګون او له اسلامي هېوادونو له امريکا سره د سياسي اړيکو د پرې کولو غوښتنه شوې ده .
دغه راز لاريون کوونکيو د فلم د جوړونکيو او د هغوى د ملاتړ کوونکيو د علني محاکمې غوښتنه کړې او د افغانستان له دولت څخه يې غوښتي ، چې په افغانستان کې مېشت بهرني ځواکونه له هېواد څخه وباسي او له امريکا سره د ستراتيژيکو همکاريو تړون لغوه کړي.
لاريون کوونکيو ګواښ کړى،چې که يادې غوښتنې ونه منل شي ، نو په راتلونکي کې به سخت غبرګونونه وښيي.
د هېواد په ځينو نورو ولايتونو کې هم د ياد شوي فلم په غبرګون کې سوله ييز لاريونونه شوي او د افغانستان دولت هم ددې فلم خپرول او د اسلام ستر پيغمبر حضرت محمد (ص) ته سپکاوى په کلکه غندلى دى.
د دې فلم له خپرېدو وروسته په ليبيا ، مصر او ځينو نورو اسلامي هېوادونو کې هم د امريکا پر ضد لاريونونه شوي دي.
په ليبيا کې لاريون کوونکو د امريکا سفير له درېيو نورو امريکايي کارکوونکو سره وواژه.
په کابل کې د امريکا سفير جيمز کوننګهم د اسلام ضد فلم خپرول غندلي او ويلي يې دي ، چې دغه کار د ټولو امريکايانو استازيتوب نه شي کولی.
خو هغه ويلي، چې په امريکا کې د بيان ازادي هم د دوی له مهمو اصولو څخه ده .
په کابل کې د امريکا سفير ويلي : (( زموږ حکومت ددې اجازه نه لري او نه شي کولی، چې ديوه شخص د بيان دازادۍ مخه ونيسي ، که هغه څومره له نفرته ډک نظر هم وي.))










