کابل (پژواک ٢٨وږى ٩١): د حج، ارشاد او اوقافو وزارت وايي چې د حج فريضې د ادا کولو په موخه د تلونکو کسانو د لومړۍ ډلې الوتکه نن (د وږي ٢٩مه) د سهار پر څلورو بجو د جدي په لور روانه شوه.
دغه څرګندونې د حج، ارشاد او اوقافو وزارت مرستيال داعي الحق عابد د وږي په ٢٩ پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې وکړې.
هغه زياته کړه چې د حج تلونکو کسانو لومړۍ پرواز نن سهار په پاوکم شپږو بجو د کابل له نړيوال هوايي ډګر څخه د جدي به لوري وخوځيده .
د نوموړي په وينا، په لومړي پرواز کې به شاوخوا ٢٢٦ تنه د حج فريضې د اداکولو په موخه سعودي عربستان ته ولاړل.
عابد وايي چې دغه راز نن سهار په مزار شريف څخه هم يوه الوتکه د جدې په لوري وخوځيده.
د ده د معلوماتو له مخې، په دغې ډله کې ٢١٠ تنه د بيت الله شريف زيارت کوونکي او پاتې نور يې د حج او اوقافو، عامې روغتيا وزارتونو کارکوونکي دي.
هغه وايي چې د وزارت له لوري د ترتيب شوي مهال وېش له مخې، ټاکل شوې ده سعودي عربستان ته د بيت الله شريف د زيارت کوونکو د لېږد لړۍ په يوه مياشت کې بشپړه شي.
د عابد په وينا، سږکال د دوه سوو حاجيانو لپاره يو مدير او ٤ ښوونکي ټاکل شوي دي. دغه راز د حاجيانو د روغتيا، ترانسپورت او د اوسېدو د ځاى په برخو کې ځانګړي اسانتېاوې په پام کې نيول شوې دي.
دى زياتوي، د حاجيانو د لېږد لړۍ سږکال درېيو هوايي شرکتونو ته ورکړل شوې، چې کام اير هوايي شرکت د شمال او سوېل لس زره حاجيان، صافي هوايي شرکت د کابل د زون لس زره حاجيان او اريانا هوايي شرکت به د هرات او د هېواد په کچه پاتې نور حاجيان ولېږدوي.
سږکال به له افغانستان څخه شاوخوا ٣٠زره تنه د حج فريضې د ادا کولو لپاره سعودي عربستان ته ولاړ شي.










