کابل ( پژواک ٢٩ وږى ٩١): د سولې د عالي شورا د پخواني رييس استاد برهان الدين رباني د وژل کېدو لومړۍ کاليزه د کابل په وزير اکبرخان تپه کې د هغه پر قبر د ګلو ګېډۍ په اېښودو سره ونمانځل شوه.
پخوانى ولسمشر استاد رباني تېر کال د وږي په ٢٩مه ديوه ځانمرګي بريد کوونکي لخوا ، چې ويل کېدل د طالبانو لخوا يې د سولې پيغام راوړى دى، د کابل ښار په وزير محمداکبرخان کې په خپل کې ووژل شو او د تلې په لومړۍ نېټه د وزير اکبرخان په تپه کې خاورو ته وسپارل شو.
له دې پېښې وروسته، ملي امنيت او د کورنيو چارو وزارت اعلان وکړ، چې ځانمرګى بريد کوونکى پاکستانى وو او دغه پلان د پاکستان په کوېټې ښار کې جوړ شوى وو.
د وزيرانو شورا د استاد رباني د وژل کېدو له امله، چې د اسلامي جمعيت رهبر هم وو، د درېيو ورځو لپاره ملي ماتم اعلان کړ، چې په دې ورځو کې د افغانستان بيرغ د هېواد دننه او بهر نيمه ځوړند وو.
د وزير محمد اکبرخان په تپه کې د استاد رباني پر مقبره د ګل اېښودو مراسم نن ( د وږي په ٢٩مه) دهغه د زوى اود سولې دعالي شورا د رييس صلاح الدين رباني لخوا په داسې حال کې ترسره شول، چې ددفاع وزير بسم الله محمدي،د پوهنې وزير او د يووالي او سولې د اونۍ د ترسره کېدو د کمېټې رييس غلام فاروق وردګ ورسره ملګري وو.
په دې مراسمو کې يو شمېر لوړ پوړو دولتي چارواکو، د ملي شورا او د سولې د عالي شورا غړو او دولت سياسي مخالفينو ( اپوزيسيون) ګډون درلود.
په دې مراسمو کې په داسې حال، چې د تشريفاتو ګارد په منظمو ليکو کې ولاړ وو، حاضرينو د استاد رباني د وژل کېدو دلومړۍ کاليزې له امله ددرناوي مراتب وړاندې کړل.
دغه ورځ په رسمي ډول په مرکز او ولايتونو کې نمانځل کېږي.
د يادونې ده، چې ولسمشر کرزي ديوه حکم په ترڅ کې د استاد رباني شهيد مقام ته د درناوي لپاره د وږي له ٢٨مې د تلې تر ٤ مې پورې د سولې او ملي يووالي د اونۍ په نوم نومولې ده.
همدارنګه ولسمشر کرزي يوه کمېسيون ته دنده سپارلې ، څو په دې موده کې د استاد رباني د وژل کېدو د لومړۍ کاليزې له امله په مرکز او ولايتونو کې کنفرانسونه او ولسي غونډې جوړې کړي.
آيساف هم وايي، چې د سولې د ټينګښت او د روغې جوړې له پروسې سره ددولت د وسلوالو مخالفينو د يو ځاى کېدو د هڅو په ترڅ کې په پام کې ده، چې د سولې او يووالي په اونۍ کې په ټول افغانستان کې ١٢٠ غونډې او کنفرانسونه جوړ شي.










