اسعد اباد (پژواک ٢٩ وږى ٩١): د سولې اوونۍ پر وياړ په کونړ ولايت کې د سولې ترسرليک لاندې مشاعره جوړه شوه.
د سولې د نړيوالې ورځې او د سولې د عالي شورا د پخواني مشر استاد برهان الدين ربانۍ د وژل کېدو د لومړۍ کاليزې په مناسبت روانه اوونۍ د سولې پر اوونۍ نومول شوې ده.
د دې ورځې د نمانځلو په مناسبت نن (د وږي ٢٩مه) د کونړ په مرکز اسعدباد ښار کې د سولې شورا د ولايتي څانګې له خوا يوه مشاعره په لار اچول شوې ده.
د مشاعرې په پيل کې د سولې شورا د دارالانشا د دفتر مشر ډاکټر نظام الدين ماليار سوله د اوس وخت مهمه اړتيا ياده کړه او ويې ويل، چې د هېواد دښمنان نه غواړي چې سوله راشي.
د هغه په وينا، دا د ټولنې د وګړو مسووليت دى، چې د ملي يووالي لپاره د قلم او شعر په ژبه کار وکړي.
ده زياته کړه: ((موږ پرمختګ هغه مهال کولى شو، چې سوله راشي او د بې امنيتۍ مخه ونيول شي.))
دغه مشاعره د استاد عبدالحميد شورش له لنډو خبرو وروسته د سولې په شعر سره پيل شوه، چې شاعرانو په خپلو شعرونو کې سوله رانغښتې وه.
له مشاعرې وروسته په مشرانو جرګه کې د کونړ د خلکو استازي استاد رفېع الله حيدري وويل، چې په ټولنه کې د سولې د رامنځ ته کولو لپاره به په ګډه کار کوي.
د دغه ولايت د ولايتي شورا رييس حاجي مياحسن عادل په سوله کې د شاعرانو رول مهم وباله او ترې يې وغوښتل چې د شعر په ژبه دې خپه او مرور هېوادوال دولت سره يو ځای کړل.
د کونړ والي سيد فضل الله وحيدي غونډې ته وويل، شعر پاک او سپېڅلې جذبه ده او شاعرانو ته په کار ده چې په پاک احساس سره سولې ته په شعرونو کې ځاى ورکړي او حقيقتونه روښانه کړي.
نوموړي په کونړ ولايت کې د سولې شورا د پخواني مشر مولوي محمدهاشم منيب د سولې پروسې او د ټولنې د پرمختګ لپاره په هڅو رڼاواچوله او له ګډونوالو يې وغوښتل، چې د هغه پر پل قدم کېږدي او سولې ته کار وکړي.
وحيدي زياته کړه، چې مولوي محمدهاشم منيب او استاد رباني د همدې لارې قربانيان دي، چې ولس به يې ياد تل ژوندى ساتي او د مولوي محمدهاشم منيب د ياد ژوندي ساتلو لپاره د کونړ مرکزي دارلعلوم د نوموړي په نوم ونومول شو.
د سولې په دې سندريزه مشاعره کې د کونړ د بېلابېلو سيمو مشرانو او ځوان شاعرانو د سولې ستر ارمان ته د رسېدو په موخه د عقيدت پيرزوينې وړاندې کړې، چې د ګډونوالو له لوري په تودو ولولو سره بدرګه شوې.










