منځپانګې ته تلل
جمعه ۳۰ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۳:۲۸ غ.م
۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

فيضي: افغانستان له چينه د واخان لارې جوړول وغوښتل

· ۴ دقیقې لوستل · ۹۰ کتنې

کابل (پژواک ٣ تله ٩١): افغانستان له چين څخه غوښتي، چې د بدخشان د واخان له لارې له افغانستان سره د ترانزيټي لارې په وسيله ونښلول شي. دغه څرګندونې د ولسمشر حامدکرزي وياند ايمل فيضي د تلې په ٣مه له ولسمشر کرزي سره امريکا ته د سفر پر مهال له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وکړې.

هغه زياته کړه، چې دغه غوښتنه ولسمشر کرزي وړمه ورځ کابل ته د چين له راغلي پلاوي څخه وکړه. د ده په وينا، ياد پلاوي ولسمشر کرزي ته په دې اړه مثبت ځواب ورکړى دى. فيضي زياته کړه، چې په دې اړه به په راتلونکي کې د دواړو هېوادونو د چارواکو ترمنځ هر اړخيزې خبرې وشي. د نوموړي په خبره، چې د دې لارې په جوړېدو سره به د افغانستان صادراتو او وارداتو ته يو نوى باب پرانيستل شي او افغانستان به د يوې بلې پياوړې سوداګريزې لارې خاوند شي. د ولسمشر وياند، چين د نړۍ په کچه يو پياوړى اقتصاد لرونکى هېواد او له دغسي يوه هېواد سره افغانستان د ترانزيټي لارې په وسيله وصل کېدل يې د اقتصادي پياوړتيا لپاره يو زيرى ياد کړ. وړمه ورځ د چين د امنيت د وزير په مشرۍ يو لوړ پوړى پلاوى، چې په کې د عدليې او بهرنيو چارو په ګډون څلور وزيران، يو شمېر مرستيالان او ګڼ شمېر نورو دولتي چارواکي شامل وو، په ناڅاپي سفر کابل ته راغلى و. دغه پلاوي وړمه ورځ ناوخته په کابل کې د افغانستان او چين ترمنح يو هوکړه ليک او دوه سندونه لاسليک کړل. په دې کې د افغانستان او چين ترمنځ د ګډې ستراتيژيکې اعلاميې د پلې کېدو او په امنيتي او اقتصادي برخو کې د همکارۍ دوه سندونه شامل دي. دغه راز د ١٥٠ ميليونه يوان، د نږدې ٢٠ ميليونه امريکايي ډالرو په ارزښت د تخنيکي او اقتصادي همکاريو هوکړه ليک د افغانستان د سوداګرۍ د وزير انوارالحق احدي او د چين د سوداګرۍ وزارت د مرستيال هانګ تونګوي ترمنځ لاسليک شو. همدارنګه د افغان پوليسو د تجهيزاتو د بشپړولو لپاره د مرستې د پروګرام هوکړه ليک د کورنيو چارو وزارت د مرستيال او د چين د عامه امنيت وزارت د مرستيال زهانګ زينک فينک ترمنځ لاسليک شو. د يادونې ده چې ولسمشر کرزي د روان لمريز کال په غبرګولي مياشت کې چين ته سفر کړى و او د هغه هېواد له چارواکو سره يې د ستراتيژيک سند او يو شمېر نورو تړونونو په اړه خبرې کړې وې. چين يو له هغو هېوادونو څخه دى، چې له افغانستان سره ډېرې سوداګريزې اړيکې لري او دغه هېواد په افغانستان کې د سلګونه ميليونو ډالرو په ارزښت پانګونه هم کړې ده. د لوګر د مس عينک کان قرارداد هم چين ته ورکړل شوى او کيندنې چارې يې هم پيل کړې دي. دغه راز د شمال د نفتو د حوزې د استخراج قرارداد هم له چين سره شوى دى. ياده دې وي، چې افغانستان له چين سره څه د پاسه ٧٠ کيلومتره ګډه پوله او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ورېښمو په نوم يوه لرغونې ترانزيټي لاره لري، چې اوس يواځې د دې لارې نوم پاتې دى. د اقتصادي چارو کارپوهان وايي، چې د ورېښمو لرغونې لاره د سيمې ‌طبيعي سمبول دی، چې د ختيځ او لوېديځ ترمنځ د پول حيثيت لري. دوى زياتوي، د دې لپاره چې افغانستان له اقتصادي پلوه پر خپلو پښو ودرېږي، اړينه ده چې د ورېښمو د لارې د احيا لپاره معياري سړکونه او د رېل پټلۍ جوړې شي. مورخين ليکي، د ورېښمو لار، چې ٢٥٠٠ کلن تاريخ لري، له هند او چين څخه پيل بيا د افغانستان له لارې تر روم پورې رسېده، پر دې لارې تر ډېره هندي درمل او د چين ورېښمين توليدات لېږدول کېدل. مورخ او ليکوال حبيب الله رفېع وايي، چې دا لاره له هند څخه تورخم او وروسته پر ورېښمين تنګي کابل، له کابله بلخ او بدخشان او بيا چين ته غځېدلې وه. سرچينه زياتوي، چې د ورېښمو دغه لار له بلخ څخه هرات او له هغه ځايه ايران او اروپايي هېوادونو ته رسېده او ورسره افغانستان د نړيوالې سوداګرۍ د وصل په ټکي بدل شوى و. د اقتصادي چارو پوهان وايي، د دې لپاره چې افغانستان يو ځل بيا د نړيوالې سوداګرۍ د وصل په نکته بدل شي، په کار ده چې دغه هېواد پر نړيوالو معيارونو جوړ سړکونه او تر هغه هم مهم د رېل پټلۍ ولري. د کابل پوهنتون د اقتصاد پوهنځي استاد عبدالباقي بڼوال هم د ورېښمو د لارې د احيا لپاره د رېل پټلۍ او معياري سړکونو جوړول اړين بولي او وايي، چې افغانستان بايد په دې برخه کې نړيوال اعتماد ترلاسه کړي، ترڅو نړيوال په دې برخه کې پانګونه وکړي.