منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۹ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۰:۴۹ غ.م
۱۶° — په ټولو ولایتونو کې هوا
ورېځ · ↑۱۹° ↓۸°
د هوا کیفیت: منځنی

په اروزګان کې د سولې په نوم مشاعره وشوه

· ۲ دقیقې لوستل · ۸۱ کتنې

ترينکوټ (پژواک ۳ تله ٩١): د اروزګان په مرکز ترينکوټ کې د سولې تر عنوان لاندې ستره مشاعره ترسره شوه.

ياده مشاعره، چې د اروزګان ولايت په مقام کې جوړه شوې وه، د شپې تر ناوخته پورې يې دوام درلود.

په جوړه شوې مشاعره کې د اروزګان د شاعرانو او فرهنګيانو ترڅنګ د هلمند، کندهار او زابل ولايتونو شاعرانو او د شعر مينه والو هم برخه اخيستې وه.

د اروزګان والي اميرمحمد اخندزاده د مشاعرې د پرانيستې په وينا کې وويل، ډېر د خوښۍ ځاى دى، چې په دغه ولايت کې په لومړي ځل دغه ډول لويه مشاعره جوړيږي.

د ده په خبره، چې شاعران او فرهنګيان په يو هېواد کې د سولې او امن په راوستو کې ډېر مهم رول لري او دوى کولاى شي، چې د خپلو شعرونو او ليکنو له لارې د سولې پيغام ښکېلو خواوو ته ورسوي.

والي وويل: ((له ټولو شاعرانو او د نننۍ مشاعرې له ګډونوالو غواړم، چې د سولې په راوستو کې خپلې هڅې ونه سپموي او خپل هېواد له جنګ او جګړو خلاص کړي.))

د والي له وينا وروسته مشاعره پيل شوه او لسګونو شاعرانو د سولې تر عنوان لاندې شعرونه، نظمونه او ادبي ټوکې وويلې او دې لړۍ د شپې تر ناوخته پورې دوام درلود.

د يادې مشاعرې يوه ګډونوال او اروزګان اوسېدونکي شاعر عطاالله پژواک اژانس ته وويل، ډېر خوښ دى، چې په لومړي ځل په ترينکوټ کې داسې لويه مشاعره جوړيږي.

د هغه په وينا، د دغسې مشاعرو جوړېدل کولاى شي، چي د سولې په راوستو کې تر يوه حده ګټور تمام شي.

د هلمند له ولايته راغلي شاعر زاعفران بغراني هم خوښي وښوده، چې اروزګان ته د مشاعرې لپاره راغلى دى.

د هغه په وينا، تر دې وړاندې دى اورزګان ولايت ته نه و راغلى او داسې ادبي هڅې د دې لامل کېږي، چې د ولايتونو شاعران او ادب پال سره يوځاى کړي.

له زابله ورغلى شاعر عبدالله عابد هم وايي، چې د داسې مشاعرو جوړول ښايي شته ناخوالې يو څه له منځه يوسي.

د يادونې ده، چې څه موده وړاندې د اروزګان د دهراوود په ولسوالۍ کې هم د سليمان تخت په نوم مشاعره جوړه شوې وه.