کابل(پژواک٤وږى٩١): د کابل پوهنتون يو شمېر محصلين وايي چې په پوهنتونونو او نورو پوهنيزو بنسټونو کې د ښځو د جنسي ازار او اذيت او تبعيض د مخنيوي ستراتيژيکه تګلاره يې جوړه کړې ده.
پر يادې شوې تګلارې د بحث په موخه نن د کابل پوهنتون په ايديتوريم کې يو شمېر محصلين راټول شوي وو، ترڅو ددې تګلارې د لا بشپړتيا لپاره خپل نظرونه وړاندې کړي.
ديدار علي ديدار دتګلارې د جوړوونکې ډلې غړى دى، وويل چې په پوهنتون کې د ښځينه محصلينو ځورونې ته په پام سره يو شمېر محصلينو ددې تګلارې د جوړولو پرېکړه وکړه، ترڅو د تحصيل د سالم محيط د رامنځته کړي.
هغه وويل چې دغه تګلاه د کابل پوهنتون د شاوخوا ١٠٠ تنو استادانو او محصلينو په ګډې همکارۍ طرحه شوې ده او اوسمهال د لازمو اصلاحاتو راوستو لپاره د لوړو زده کړو وزارت ته استول شوې ده، چې ژر به نهايي پړاو ته ورسېږي.
دده د معلوماتو له مخې د يادې ستراتيژې په طرحه کولو کې ورسره د لوړو زده کړو، حج او اوقاف او د پوهنې وزارت هم مرسته کړې ده.
ده وويل چې په پوهنتونونو کې د ښځينه محصلينو آزار او اذيت آن ددې لامل کېږي چې په ځينو حالتونو کې محصلين پوهنتون پرېږدي.
ديدار وويل چې تر دې مهاله په پوهنتون کې داسې کوم ميکانيزم نشته، ترڅو هغه ښځينه محصلينې چې ځورول کېږي مسوول نهاد ته مراجعه وکړي.
په نوې جوړې شوې تګلارې کې د شکايت کولو لپاره هم يوه ځانګړې پروسه په پام کې نيول شوې ده.
نوموړي، له اجازې پرته د چا د بدن لمس کول، د ناسمو کليمو ويل، په زوره له چا څخه د ازدواج غوښتنه، چاته په سپکه کتل، سپک حرکتونه او له اجازې پرته د تصوير اخيستل او داسې نور د ښځينه محصلينو د ازار او اذيت په توګه ياد کړل.
ديدار وويل چې ددې تګلارې په نهايي کېدو سره به تر ډېره بريده د ازار او اذيت مخه ونيول شي او همداراز محصلين دله داسې ستونزې سره د مخامخ کېدو په صورت کې پوښتنې يوه مرجع ولري.
هغې په پوهنتونونو کې د ښځينه محصلينو پروړاندې د تبعيض او جنسي ځورنې په اړه په ١٣٨٩ کال کې يوې شوې څېړنې ته ګوته ونيوه او ويې ويل چې ددې څېړنې له مخې د کابل، کندهار او هرات پر يو شمېر ښځينه محصلينو جنسى تېرى شوى وو.
د امنې مايار په نامه د نننۍ غونډې يوې بلې ګډونوالې وويل چې په تحصيلي موسسو کې د ښځو ازار او اذيت او ان کله ناکله د جنسي تېريو پېښو کورنۍ دې ته اړه کړي چې خپلې نجونې په تحصيل څخه محرومې کړي.
مايار وويل چې که ددې کار مخنيوي ونشي نو په تحصيلي موسسو کې به د ښځو ونډه راکمه شي.










