ترينکوټ (پژواک، ٩ تله ٩١): د ماليې وزارت په مالي لګښت د اروزګان د فوايد عامې رياست ودانۍ پرانېستل شوه.
دغه ودانۍ نن (د تلې ٩ مه) د اروزګان والي امير محمداخوندزاده او يو شمېر نور ولايتي چارواکيو له خوا پرانېستل شوه.
د اروزګان والي د دغې ودانۍ د پټۍ پرېکولو پر مهال وويل، ډېر خوښ دى، چې نن بيا د اروزګان په ولايت يوه ښه لاس ته راوړنه لري .
د هغه په وينا، ياده ودانۍ په لس جريبه ځمکه کې د فوايدعامې وزارت په څلور ميليونه او اته سوه زره افغانۍ مالي لګښت د شپږو مياشتو په موده کې جوړه شوه.
نوموړي زياته کړه، چې د ياد رياست نوې ودانۍ ١٢ کاري خونې، پخلنځى او تشنابونه لري .
د والي په خبره، مخکې تر دې د دغه رياست کارکوونکو په يوه کرايي کور کې کار کاوه، چې له ډېرو ستونزو سره مخ وو .
دغه راز د اروزګان والي د دغه رياست د وسايلو د ګودام د رغونې د بنسټ ډبره هم کېښوده او زياته يې کړه، چې دغه ګودام د اسټراليا هېواد په دوه سوه زره ډالره مالي لګښت د شپږو مياشتو په موده کې جوړيږي.
د اروزګان د فوايدعامې رييس محمد صابر احمدزي د مراسمو پر مهال وويل، چې د دغې ودانۍ په جوړېدو سره به د دوى ډېرې ستونزې هوارې شي .
د يادونې ده، چې اوس مهال هم د دغه ولايت ډېرى رياستونه په کرايي کورونو کې خپلې چارې پر مخ بيايي.










