منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۵۷ غ.م
۶° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

د سمنګانو د عدليې رياست ودانۍ ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه

· ۱ دقیقه لوستل · ۶۶ کتنې

ايبک ( پژواک، ٩ تله ٩١): د سمنګانو د عدليې رياست ودانۍ د المان په شاوخوا ٤٠٠ زره امريکايي ډالره مرسته جوړه او نن ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.

ددې ولايت د عدليې رييس تاج محمد غفوري د معلوماتو له مخې، دغه ودانۍ په ٢٦٠٠ متره مربع ځمکه کې جوړه شوې او دوه بلاکونه لري.

دده په وينا، لومړى بلاک ١١ ادارې خونې، تحويلخانه او د غونډو تالار لري او دويم بلاک يې د ماشومانو د تربيې او اصلاح امريت اړوند دى .

د هغه د څرګندونو له مخې، دغه ودانۍ د المان د انکشافي  همکاريو موسسې ( جي اى  زيد) په مالي مرسته په يوه کال کې جوړه شوې ده .

تر دې دمه دې رياست په کرايي خونو کې فعاليت کاوه.

د عدليې وزير حبيب الله غالب ددې ودانۍ د پرانېستو په مراسمو کې ګډون درلود.

هغه د المان له يادې مرستې مننه وکړه او هيله يې څرګنده کړه ، چې په راتلونکې کې هم له افغانستان سره خپلو مرستو دوام ورکړي.

د سمنګانو والي خيرالله انوش وويل ، چې په تېرو شاوخوا لسو کلونو کې ددې ولايت د   ٧٥ سلنه ادارو لپاره نوې ودانۍ جوړې شوې دي .

دده په وينا، دا مهال د مستوفيت ، معادنو او ځينو نورو ودانيو د جوړېدو کار روان دى .