واشنګټن ( پژواک، ٩ تله ٩١ ) : په امريکا کې د ختيځ لوېديځ انسټيټيوټ په نامه يوې څېړنيزې ادارې د افغانستان د ولسي جرګې غړې او د ښځو د حقوقو فعالې شينکۍ کړوخېل ته د غوره رهبرۍ جايزه ورکړه.
په دې مراسمو کې ، چې د امريکا په نيويارک ښار کې جوړشوي وه، دافغانستان د بهرنيو چارو وزير ډاکتر زلمى رسول ، د جاپان او د متحده عربي اماراتو د بهرنيو چارو وزيرانو په ګډون يو شمېر نورو امريکايي او بهرنيو چارواکيو او د يادې ادارې مسوولينو برخه اخيستې وه.
د ختيځ لوېديځ (ايسټ ويسټ ) انسټيټيوټ ادارې لخوا هر کال د غوره رهبرۍ په برخه کې د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو دوو ښځو ته دا جايزه ورکول کېږي، چې سږ کال دافغانستان د ولسي جرګې غړې او د بشري حقوقو فعاله شينکۍ کړوخېل او د پاکستان د ولسي جرګې مشره ډاکټر فهميده مرزا ته دا جايزې ورکړل شوې.
دغه راز د يادې ادارې لخوا د جاپان حکومت او خلکو ته له دې امله يوه د سولې نړيواله جايزه ورکړل شوه، چې دافغانستان امنيت ، سولې او بيارغونې په برخه کې يې ډېرې مرستې کړې دي.
د ختيځ لوېديځ (ايسټ ويسټ ) انسټيټيوټ مشر روس پيروټ شينکۍ کړخېل، ډاکټر فهميده مرزا او د جاپان د بهرنيو چارو وزير ته يادې جايزې ورکړې.
هغه وويل : (( موږ په دې وياړو، چې داسې مېرمنو ته جايزې ورکوو، چې د خپل ولس د سولې، او بيارغونې او په ځانګړې توګه د ښځو د حقوقو په برخه کې يې ډېر فعاليت کړى ده.))
شينکۍ کړوخېل د دې جايزې د ترلاسه کولو پر مهال جذباتي خبرې وکړې او هغه ننګونې يې يادې کړې، چې په افغانستان کې ښځې ورسره مخ دي.
نوموړې زياته کړه : (( د افغانستان نيم نفوس اوس هم په تاوتريخوالي کې ژوند کوي، له خپلو حقوقو څخه خبر نه دي او نه هم د ژوند له لومړنيو اسانتياوو څخه برخمن دي. ))
هغې دافغانستان له حکومت څخه وغوښتل، چې دغو خلکو ته دسولې او ارامۍ په فضا کې د ژوند زمينه برابره کړي او د سولې او امنيت لپاره دې له دوى ګټه واخلي.
د يادې جايزې له ترلاسه کولو وروسته شينکۍ کړوخېل پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا په افغانستان کې ټولو هغو ښځو ته ډالۍ کوي، چې له تاوتريخوالي په ډک چاپيريال کې ژوند کوي.
نوموړې زياته کړه، چې ددې جايزې له ترلاسه کولو وروسته يې مسووليتونه نور هم ډېر شول او له دې وروسته به هڅه کوي، چې د ښځو د حقوقو لپاره خپلې هلې ځلې دوه برابره کړي.
د يادې ادارې لخوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي،چې د ښځو په برخه کې د ښو فعاليتونو له امله افغان وکيله شينکۍ کړوخېل او ډاکټر فهميده مرزا د ګڼ شمېر ښځو له ډلې څخه ټاکل شوې دي .
د جاپان د بهرنيو چارو وزير کوچيرو ګېمبا د افغانستان د بهرنيو چارو وزير ډاکټر زلمي رسول لخوا جايزه ترلاسه کړه.
ډاکټر زلمي رسول وويل : (( موږ له جاپان سره ځانګړې دوستانه او تاريخي اړيکې لرو، افغانان د جاپان له مرستو مننه کوي، چې په تېرو څو لسيزو کې يې له موږ سره کړې دي.))
د يادې ادارې يوه بل مشر جان مروز يادې غونډې ته وويل ،چې دوى په نړيواله کچه د ښځو رول مهم بولي او له دوى څخه ملاتړ کوي.
هغه زياته کړه : (( شينکۍ کړوخېل او ډاکټر فهميده مرزا مخکښې او ابتکار لرونکې ښځې دي، ددوى رول او خدمتونه ددوى له اړوندو هېوادونو څخه بهر هم بايد وستايل شي. ))










