منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۱۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۵۳ غ.م
۲°صاف · ↑۱۴° ↓۲°د هوا کیفیت: منځنی

د لوګر پر کروندګرو د اصلاح شوي تخم د وېش لړۍ پيل شوه

· ۲ دقیقې لوستل · ۸۶ کتنې

پل علم (پژواک ١٩ تله ٩١): د لوګر ولايت سلګونو کروندګرو ته د ا صلاح شوو تخمونو د وېشلو لړۍ د تلې په ١٩مه پيل شوه.

د لوګر والي محمد اقبال عزيزي د دغو تخمونو د وېش پر مهال پژواک خبري اژانس ته وويل، په ټوليزه توګه به په دې پروسه کې دوى اووه زره، پنځوس کيلويي بورۍ (٣٥٠ ټنه) غنم پر کروندګرو ووېشي.

هغه زياته کړه، چې د يوه کمېسيون له خوا د دغه ولايت د هرې ولسوالۍ نفوسو ته په کتو ونډه بېله شوې ده.

نوموړي وويل، چې دغه اصلاح شوي غنم به هغو کروندګرو ته ورکړل شي، چې له کرنيزو کوپراتيفونو سره غړيتوب ولري.

عزيزي وايي، چې پر دغو غنمو ١٢ ميليونه افغانۍ لګښت راغلى، چې د کرنې وزارت له خوا له پرمختيايي بوديجې ورکړ شوى دى.

د لوګر د کرنې رييس انجنير همايون عمر پژواک اژانس ته وويل، چې هر کروندګر ته به د هغه د ځمکې پر اساس اصلاح شوى تخم ورکول کېږي.

نوموړي زياته کړه، چې په دې سره به په راتلونکي فصل کې په دغه ولايت کې د غنمو حاصلات زيات شي او د کروندګرو اقتصاد به هم ورسره ښه شي.

د ولايت د مرکز پل علم اړوند د پورک د سيمې يوه کروندګر او د کوپراتيف مسوول محراب پژواک اژانس ته وويل، چې ده د ٢٠ کروندګرو نومونونه ورکړي وو چې ټول منظور شوي دي.

خو هغه زياته کړه، يواځې په اصلاح شوو تخمونو سره د بزګرانو ستونزې نه هوارېږي، له دوى سره به د کيمياوي سرو مرسته هم وشي.

د کرنې رييس وايي، چې په دغه ولايت کې د ولايتي بيارغونې له ډلې (پي ار ټي) او ايساف سره يې خبرې کړې، څو له کروندګرو سره د کيمياوي سرې مرسته وکړي.