اسعداباد (پژواک ١٩ تله ٩١): افغان امنيتي ځواکونو ته د امنيتي مسووليتونو د لېږد په څلورم پړاو کې د کونړ د مرکز اسعداباد او درېيو ولسواليو د امنيت چارې د تلې په ١٩مه افغان ځواکونو ته وسپارل شوې.
په دغو مراسمو کې چې په اسعداباد ښار کې نيول شوي وو، د کورنيو چارو وزارت تخنيکي مرستيال ستر جنرال عبدالرحمن رحمن، د ناټو استازي، د کونړ والي سيد فضل الله وحيدي، د ولايتي شورا رييس او د امنيتي ځواکونو چارواکو برخه اخيستې وه.
عبدالرحمن رحمن وويل، د کونړ ولايت د لېږد په دغه څلورم پړاو کې د مرکز اسعداباد په ګډون، نورګل، څوکۍ او نرنګ ولسوالۍ شاملې دي.
نوموړي د کونړ خلکو ته د امنيت د ښه والي ډاډ ورکړ، او ويې ويل، په هغو سيمو کې چې د امنيتي ځواکونو اړتيا وي، دوی به يې شمېر زيات کړي.
د کورنيو چارو وزارت مرستيال له امنيتي ځواکونو سره د ولسي وګړو د همکارۍ غوښتنه وکړه.
د کونړ والي سيدفضل الله وحيدي د امنيتي مسووليتونو د اخيستو په برخه کې د افغان امنيتي ځواکونو چمتووالی وستايه، خو په ټينګار يې له ولسي خلکو وغوښتل چې د امنيت د ټينګښت په برخه کې دې افغان امنيتي سرتېرې يواځې نه پرېږدي.
هغه زياته کړه، چې په دغه ولايت کې امنيتي ستونزې تر ډېره د پولې له هغې غاړې راولاړيږي.
نوموړي د کورنيو چارو وزارت له تخنيکي مرستياله غوښتنه وکړه، چې د کونړ په ټولو ولسواليو کې دې سيمه ييز پوليس وګوماري.
په دغو مراسمو کې د ناټو ځواکونو بيرغ راښکته او پر ځاى يې د افغانستان ملي بيرغ پورته کړى شو.
افغان ځواکونو ته د امنيت د چارو د سپارلو پروسه د ١٣٩٠ لمريز کال په چنګاښ مياشت کې پيل شوې او تر اوسه په درېيو پړاوونو کې د هېواد د ٧٠ سلنه سيمو امنيتي چارې افغان ځواکونو ته سپارل شوې دي.









