منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۳۷ غ.و
۱۶° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

ملګرو ملتونو د کم عمره نجونو د ودولو د مخنيوي غوښتنه وکړه

· ۳ دقیقې لوستل · ۷۹ کتنې

کابل (پژواک ٢٠ تله ٩١ ) : د ملګرو ملتونو اړونده بېلابېلو ادارو په افغانستان کې د کم عمره نجونو د ودولو د مخنيوي غوښتنه وکړه.

دغه غوښتنه په داسې حال کې شوې، چې دافغانستان په ګډون په ټوله نړۍ کې د کم عمره نجونو نړيواله ورځ نمانځل کېږي.

په کابل کې د ملګرو ملتونو ادارې د بېلابېلو ادارو له خوا د تلې په ٢٠مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه ګډه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دوى له افغانانو سره په ګډه دغه ورځ نمانځي.

سرچينې زياته کړې، چې د ملګرو ملتونو په دې ادارو کې (د ملګرو ملتونو د ښځو سازمان، د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق، د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق، د ملګرو ملتونو د پرمختګ پروګرام او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستو ماموريت) شامل دي.

سرچينې زياته کړې، چې په افغانستان کې په ماشومتوب کې د نجونو ودول يو  تريخ حقيقت دى، چې بايد مخه يې ونيول شي .

په خبرپاڼه کې راغلي ، چې د افغانستان د ۱۳۹۰ کال د څو شاخصه سروې پر بنسټ د افغانستان په سلو کې ۴۶ ښځې له ۱۸ کلونو څخه کم  او ۱۵ په سلو کې له  ۱۵ کلونو عمر څخه کم سن کې وديږي.

د ملګرو ملتونو يادو ادارو ويلي، چې له وخت څخه مخکې واده له بنسټيزو بشري حقونو څخه سرغړونه ده او د غه کار د يوې نجلۍ د ژوند په ټولو اړخونو باندې ناوړه  اغېزه کوي.

په خبرپاڼه کې راغلي،چې دغه راز له وخت څخه مخکې واده له نجونو څخه د هغوی د ماشومتوب حق اخلي، له ښوونې او روزنې يې بې برخې کوي، فرصتونه ترې اخلي، روغتيا ته يي زيان رسوي او دا  امکان زياتوي ،چې نجونې دې د تاوتريخوالي، استعمار او ناوړه ګټې قرباني شي.

سرچينې زياه کړې : (( د ماشومانو واده هر هغه واده ته وايي ،چې له اتلسو کلونو څخه مخکې چې يوه نجلۍ دغه کار ته په رواني توګه تياره شي ، ترسره شي.))

د ملګرو ملتونو د بېلابېلو ادارو له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د ماشومې نجلۍ  نړيواله ورځ د نجونو پر وړاندې د ننګونو په هوارولو ټينګار کوي، تر څو د ښځو پياوړتيا او د هغوی د حقونو ډاډه کولو ته وده ورکړي.

سرچينه زياتوي ،چې د ماشومو نجونو ودول يوه روغتيايي مسئله او همدارنګه له بشري حقونو څخه سر غړونه ده.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، د ميندو د عمر او د هغوی د مړينې او ناروغيو تر منځ ژور نسبت موجود دى.

سرچينه زياتوي : ((  هغه نجونې چې له ۱۰ څخه تر ۱۴ کلونو پورې عمر لري له هغو ښځو څخه چې له ۲۰ تر ۲۴ کلونو پورې عمر لري د اميدوارۍ او زيږون پر مهال پنځه برابره زيات د مړينې له خطر سره مخامخ دي.))

 په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د وګړو د صندوق  استازى ډاکټر لارنت زيسلر وايي ، چې په افغانستان کې د ۱۳۸۹ لمريز کال د ميندو د مړينې د څېړنې پر بنسټ، د تېرو لسو کلونو په اوږدو کې له ډېرو پرمختګونو سره سره د ميندو مړينه په هر سل  زرو ژونديو زيږونونو کې ۳۲۷ مړينو ته رسيږی.

د هغه په وينا، د ماشومو نجونو واده کول په افغانستان کې د ښځو او ماشومانو د روغتيايي حالت د ښه والي پر وړاندې يو خنډ کڼل کېږی.

سرچينې زياته کړې ، چې افغانستان د ۲۰۰۳ د مارچ په مياشت کې د ښځو پر وړاندې د هر ډول تبعيض د له منځه وړلو لپاره د ملګرو ملتونو کانوانسيون منلی دى.

دسرچينې په وينا، په دې کنوانسيون کې په ډاګه شوې، چې د ماشومانو واده قانوني نه بلل کېږي، خو بيا هم د ماشومانو دوامداره ودول په افغانستان کې په پراخه کچه تر سره کېږي.

د ملګرو ملتونو يادو ادارو د افغانستان له حکومت څخه غوښتي، چې د ماشومانو او نجونو په اړه منل شوي  قوانين  او کنوانسيونونه پلي کړي.